د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر سره د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د رئیس او غړو لیدنه
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر سره د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د رئیس او غړو لیدنه
نېټه: شنبه د وږي ۱۶ مه، ۱۳۹۸
په دغه لیدنه کې پر بودېجې، د اطلاعاتو په وېش او طبقه بندۍ او اداري ستونزو خبرې وشوې.
لومړی ښاغلي عین الدین بهادري اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رئیس پورته موضوعګانې یادې کړې او اړه یې داوړو خواو په تفصیل سره بحث او خبرې وکړې او د ځینو ستونزو د حل له پاره یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې تر څو لازم اجراآت ترسره شي. د اطلاعاتو د طبقه بندۍ په هکله په کومو مواردو چې مخکې کار ترسره شوی دی د لا بډاینې په خاطر به له کمیسیون سره شریک شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزېرې آغلې حسینه صافۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رول د اطلاعاتو په طبقه بندۍ کې ګټور وباله او ژمنه یې وکړه چې په پورتنیو ټولو مواردو کې به له کمیسیون سره هراړخیزه مرسته او همکاري کوي.