د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیر سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د رئیس او ددې کمیسیون د غړې لیدنه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۵ - ۶:۸
Aic

دوشنبه د وږي ۱۱مه، ۱۳۹۸
ښاغلي عین الدین بهادري او آغلې زهرا موسوي اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رئیس او غړې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له سرپرست وزیر ښاغلي فهیم هاشمي سره د هغه د کار په دفتر کې د اطلاع رسونې د مرجع د پیاوړتیا او تجهیز، د اطلاعاتو د ډیجیټل کولو پر بهیر، د ولایاتو له پاره د اطلاع رسونې د مسؤلینو پر ګومارنې او په دغه وزارت کې اطلاعاتو ته د خلکو د آسانه لاسرسي د حق د خوندیتوب په موخه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي د بهیر په تړاو ولیدل.
په سر کې د اطلاع رسونې د مرجع مسؤلینو ته د اطلاعاتو د شریکولو د واک د لېږد، هغوی ته د لازمو امکاناتو او تجهیزاتو پر برابرولو، په نوي او عصري ډول د اطلاعاتو پر ډیجیټلایز کولو او د خلکو د آسانه لاسرسي په منظور په آنلاین ډول مخکې له مخکې د اطلاعاتو پر خپرولو خبرې وشوې. همدارنګه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون څخه د دولتي ادارو د لوړپوړو چارواکو او عادي مامورینو د خبرتیا او خلکو ته د غوښتل شویو اطلاعاتو د پر وخت ورکړې پر اړتیا او اهمیت هم ټینګار وشو او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون له خوا خلکو او دولتي بنسټونو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون اړوند د عامه پوهاوي د روان بهیر څخه یادونه وشوه.
د لیدنې په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر وویل چې وزارت یې په جدي ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي بهیر ته ژمن دی او هڅه یې داده چې د کمیسیون سره په همغږۍ د خلکو دا حق په ښه توګه خوندي شي. نوموړي زیاته کړه چې په وزارت کې یې هیڅ محرم او پټه موضوع نشته او خلک هر ډول اسنادو او اطلاعاتو ته لاسرسی لري. هغه ژمنه وکړه چې د اطلاعاتو پر ډیجیټلي کولو او په مرکز او ولایاتو کې د اطلاع رسونې د یو منظم ټیم په جوړولو او هغوي ته د لازمو امکاناتو په برابرولو به کار کوي او له کمیسیون سره به هراړخیزه مرسته او همکاري کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS