د حکومتي ادارو لخوا ملت ته د حساب ورکولو لړۍ پیل
د جمهور رئیس محمد اشرف غني د فرمان پر اساس ټولو دولتي ادارو ته حکم شوی تر څو د تیر کال د کړنو په هکله، ملت ته د رسنیو له لارې د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز کې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې، حساب ورکړي.
دغه لړۍ د وري په ۲۱ رسماً د موضوع اړوند د جمهور رئیس د پیام تر نشر وروسته پیل شوه
او به لومړۍ ورځ د مالیې وزارت، اقتصاد وزارت، سوداګرۍ او صنایعو وزارت او د ملي تدارکاتو ادارې خپل د تیر کال راپورونه او د راتلونکي کال پلانونه وړاندې کړل
.
د جمهور رئیس د حکم پر اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون ته سپارښتنه شوې تر څو له دغې لړۍ څځه څارنه وکړي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د دې تر څنګ چې د جهمور رئیس له حکم څخه مننه کوي، د یادې لړۍ په اړه به خپل څارنیز رپوټ د دې لرۍ په پای کې جمهور رئیس او ملت ته وړاندې کړي.
د یادولو وړ ده چې ملت ته د حکومتي لوړو پوړو چارواکو لخوا د حساب ورکړه، د ملت باور پر حکومت پیاوړی کوي او له دې لارې ملت ته پر حکومتي چارو کې د ګډون احساس پیدا کیږي.