په ننګرهار کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د خبریالانو‍ ستونزې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۳ - ۱۶:۴
اطلاعاتو ته د لاسرسي

دا چې د افغانستان په کچه اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خبریالان په پراخه کچه له ستونزو سره مخ دي، خو تازه یو ځل بیا په ننګرهار کې هم په زیاته اندازه خبریالان د ورته ستونزو څخه سر ټکوي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون کلونه وړاندې توشیح شوی، چې شپږ فصلونه او یو څلویښت مادې لري، خو تر اوسه ډيری د دولتي او خصوصي ادارو مسولین ترې بې خبره دي. د ۱۳۹۶ کال د غبرګولي لومړۍ نېټه، د حکومت د رسنیو مرکز، کابل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کمیسیون د کلنۍ رپوټ له مخې، دغه کمیسیون د ۱۳۹۵ کال په لړ کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون د پلي کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي اما ډیری حکومتي ادارې اوس هم د قانون په پلي کولو کې پاتې راغلي او خپل قانوني مسئولیتونه یې نه دي ترسره کړي. په دغه رپوټ کې ښودل شوي چې حکومت اوس هم د کمیسیون سره لازمې مرستې نه دي ترسره کړي چې دغه کار د قانون په نه عملي کیدو کې مهمه ونډه درلودلې.

دا چې په ننګرهار کې هره اداره د اړیکو مسوول لري خو بیا هم دا ستونزه تکراريږي، د معلوماتو له مخې یا خو به بې سواده وي او یا هم د زورواکو، مافیاوي کړیو او اړوندو مسوولینو په واک کې وي، دوی په هېڅ ډول معلومات خبریالانو ته په وخت نه ورکوي. اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په لسمه ماده کې راغلي (ادارې مکلفې دي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه مسوله مرجع مشخصه کړي…) هره اداره مکلفه ده چې اطلاعات پر وخت مدني بنسټونو، ټولنو، سربېره خبریالانو ته اطلاعات ورکړي، خو دلته دې قانون ته کم شمېر ادارې پام کوي او ډیری خبریالان په ورځو ورځو او اونیو اونيو په اطلاعاتو پسې ګرځي خو له ډیرو ستونزو وروسته اړوند معلومات پیدا کوي.

دا چې ولې دا ستونزه په ننګرهار ولایت کې نه حل کېدونکې ده، ډیر زیات لاملونه لري. ننګرهار ولایت چې د افغانستان له مهمو اقتصادي ولایتونو شمېرل کېږي، دلته د ورځې په زرګونه زره پیسې عاید دولتي ادارې لاسته راوړي، چې تر ډیره د مافیاوي کړیو لاس او د زورواکو د نفوس له امله هیڅ یوه اداره د تولیدي عایداتو په تړاو د خبریالانو سره معلومات نه شریکوي.

د دې ترڅنګ په ننګرهار کې ډیری پروژې هم وخت ناوخت ګتې اخیستنې ته سپارل کېږي، چې د امنیتي ستونزو له کبله ډیری پروژې په نیمه کې پرېښودل کېږي او په زیاته اندازه بودجې هم له منځه ځي او په ښکاره توګه اطلاعات د رسنیو پټېږي.

دا چې هره اداره مکلفه ده چې خپل میاشتینی او کلنی راپور د رسنیو پر وړاندې خپور کړي، خو دلته دا خبره پټه ده او تر ډیره په ډیره کمه کچه دا قانون عملي کېږي.

په ننګرهار کې ډیری خبریالان چې د فساد مخنیوي لپاره په زیاته اندازه کار کوي، د دوی په وینا چې له ډیرو هڅو سره سره په دې هم نه دي بریالي شوي چې د مسوول شخص سره خبرو ته کیني، خو بیا هم مسوولین ناغېړي کوي او په سمه توګه اطلاعات خبریالانو ته نه ورکوي.

د موضوع د لا روښانتیا لپاره د خبریال ډاټ کام سره د پوهنتون استادانو، د اطلاتو فرهنګ امر او رییس ترڅنګ د رسنیو ډیری خبریالانو خبرې کړي دي او د دې موضوع د مخنیوي او شته ستونزو په تړاو یې ډیر څه ویلي، چې دلته یې اړوند نظرونه رااخلو.

د پژواک خبري اژانس مخکښ خبریال یوسف ظریفي د دې موضوع په تړاو وایي: ((په ننګرهار کې د والي ویاند له دفتر پرته ټولو ادارو څخه اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزه لرو. موږ د یوې عادي موضوع په اړه هم ولسوال څخه نیولې تر ريیس او بل مامور څخه نظر په اسانۍ نشو راخیستی.))

همدارنګه دی وایي، مونږ هم مجبور یو چې د هرې موضوع هرې پېښې په تړاو د والي یا د ویاند غږ واخلو.

د همدې موضوع په تړاو خبریال ډاټ کام ته د خبریالانو له ډلې په ننګرهار کې لیکوال او ژورناليست ناصر خان شیرزي وویل: ((مونږ او ډیری خبریالان په اسانۍ سره کره او بشپړ جزیات نه شو ترلاسه کولی، ځکه چې په ننګرهار کې ډیری په څوکیو ناست مسوولین د زورواکو سره مستقیمه اړیکه لري یا هم ورسره ملګرتیا پالي.))

بلخوا په ننګرهار کې د انعکاس راډیو ټلویزیون خبریال سفیر احمد سفیر وفا وایي: ((په زیاته اندازه د داعش ډله، طالبان او د دولت زیاتې ادارې پر وخت او کره معلومات نه ورکوي، چې اطلاعاتو ته د لاس رسي په توګه دا یو جرم ګڼل کېږي.))

دا چې دا لویه ستونزه په ننګرهار کې ده او ډیری خبریالان له دې ستونزې سره مخ دي، د خبریالانو له ډلې په ننګرهار کې د کلید راډیو خبریال خالد اماني بیا خبریال ډات کام ته داسې وایي: ((په ننګرهار کې اکثره چارواکي اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون څخه لومړی خبر هم نه دي، که ځینې خبر هم وي د شخصي ګټو لپاره د خبریالانو سره معلومات نه شریکوي او د دې سره په ننګرهار کې موږ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسيون هم نه لرو، چې شکایت ورته وکړو.))

دی وایې ځینې مسوولین د اړوند موضوع په تړاو له خپلو وعدو تېر وي، ځینې په وخت ټلیفون نه ځوابوي، تر ډیره د ترافیکو مخابراتي شبکو او نورې اړوند ادارې دا ستونزې لري.

په ننګرهار کې د ښځینه و خبریالانو له ډلې امنه عزیزي بیا وایي چې مونږ بیا له ډیرو ستونزو سره مخ یو، ادارې اطلاعات په سمه توګه ژر نه راکوي او داسې هم شوي، چې موږ د یو عادي معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره یوې ادارې ته څو ځل ورغلي يو، خو هغوى معلومات نه دي راکړي.

په افغانستان کې د خپلواکو رسنيو ملاتړ اداره (نى) د ننګرهار څانګې د مسوولينو په وينا، اطلاعاتو ته د خبريالانو، مدني ټولنو غړو او عامو خلکو لاسرسى د دوى قانوني حق دى، موږ د بيان د آزادۍ ملاتړي يو، ټولې ادارې بايد خبريالانو ته په وخت معلومات او اطلاعات ورکړي، تر څو په دې برخ کې خبريالانو ته ستونزې جوړې نه شي.

په ننګرهار کې د اطلاعاتو په برخه کې د خبریالانو د ستونزو په اړه د ننګرهار پوهنتون ژورناليزم پوهنځي استاد پوهنیار احمد جمیل پوپلزي خبریال ډاټ کام ته وویل: ((اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون یوه کړنلاره شته او باید د هماغو لارو څخه په ګتې اخیستنې دې د دولتي او عامه اداراتو معلومات وخت نا وخت له خبریالانو سره شریک کړل شي او دا د بیان د ازادۍ یو اصل هم دی، هغه معلومات، چې خلکو او وطن ته یې زیان نه وي له رسنیو سره شریک شي.))

د همدې موضوع د لا ښه روښانتیا لپاره د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي یو استاد د نوم نه ښودلو په شرط وایي، چې ډیری خبریالان هم له ځینو اداراتو سره جوړ وي، نو ځکه یې پرې لاس بر وي او معلومات نه ورکوي. د دې ترڅنګ د دولتي ادارو په تړاو وایي، په ننګرهار کې ځينې ادارې د زورواکو مافیاو د کړیو لاندې دي، دوی نه غواړي چې شته فساد په اړوند دې معلومات ورکړي.

په ننګرهار کې د انعکاس ټلویزیون سیمه یز خبریال نیاز محمد خاکسار هم د اطلاعاتو په برخه کې د ورته ستونزو سره مخ دی، نوموړی وایي: ((په دې وروستیو کې د اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون توشیح شوی دی، تر ډیره په ننګرهار کې هغه شان نه دی عملي شوی، ترڅو خبریالانو ته کره معلومات ورکړل شي، یواځينۍ ستونزه یې هم همدا ده، چې خبریالان حقایقو ته لاسرسی نلري، دلته خبریالانو ته ګواښونه کیږي، معلومات نه ورکول کیږي، زما هیله د کمیسیون څخه دا ده، چې په دې برخه کې دې نور کار هم وکړي.))

خاکسار په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې زیاتره ادارې خبریالانو ته معلومات نه ورکوي، بلکې خبریالانو ته وخت نا وخت خپله ستونزې جوړوي، دلته ځینې ادارې نه غواړي، چې د دوى د ادارو په اړه دې خلکو ته معلومات ورکړل شي.

د اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ډيرې ستونزې شته دی، د دې ستونزو په تړاو د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ريیس اورنګ صمیم خبریال ډاټ کام ته وویل: ((د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون مخکې ایجاد شوی و، که هغه مقایسه کړو، نو اوس اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې مستقل کمیسیون جوړ شو، چې د دې لپاره کمیشنران هم وټاکل شول او انتخابات وشول. دا مهال دغه کمیسیون په مرکز او ولایاتو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د چارو د پلي کیدو په خاطر باندې په یو لړ طرزالعملونو باندې بوخت دي، که وګورو چې دا کمیسیون په ولایتونو کې څه ډول برنامه تطبیق کولی شي، نو دا موضوع اوس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې نه ده بلکې دا یو مستقل کمیسیون دی او په هغوى پورې تعلق لري.))

دا چې ننګرهار کې خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د څومره مشکلاتو سره مخ دي په دې اړه صمیم زیاتوي: ((زه چې څومره فکر کوم، د دغه قانون نه تر اوسه یو شمیر ژورنالیستان، ټولنې او دولتي ادارې هم اګاهي نلري همدغه شان غیر دولتي ادارې هم، که دغه قانون څخه مطالعه کړي، نو ژورنالیستان خپل مکلفیت لري او هغه څوک چې معلومات ترې غوښتل کیږي ځانګړي مسولیتونه لري، نو تر هر څه لومړی عامه پوهاوى ډير مهم دی، ځکه که پوهاوى موجود نه وي، نو دولتي ادارې کیداى شي هرې خبرې ته د محرمو اسنادو په نوم باندې وګوري، په داسې حال کې چې محرم اسناد په دغه قانون کې بیل تعریف شوي دي، تر ټولو مهمه دا ده چې موږ په دې قانون باندې پوی شو.))

اورنګ صمیم په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې دغه قانون د لارښوونې له مخې باید هره اداره یو یا څو کسه وټاکي، تر څو خلکو ته معلومات ورکړي، همدا راز د معلوماتو غوښتلو فورم ترلاسه کړي، په هغه فورم کې د معلوماتو ډول او هرڅه روښانه دي. همداراز دوی هم اړوندو مسوولینو ته لارښوونې کړي او د دې ستونزې د حل وعده یې وکړه.

په ننګرهار کې د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی مني، چې په یو شمیر برخو کې دوى اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسي په برخه کې ستونزې شته او د حل لپاره یې کار کوي، خوږیاڼی وایي: ((موږ په ټول توان هڅه کړې ده، چې د اړونده ادارو سره همغږي ولرو، تر څو نه یواځې رسنیو ته بلکې اطلاعاتو ته د لاسرسي له مخې ټولو ننګرهار مېشتو علما کرامو، مدني فعالانو، قومي مشرانو او ټولو ته هغه معلومات چې دوى یې غواړي ورکړل شي. د ننګرهار والي سپارښتنه هم همدا ده، چې موږ باید د هر ډول خصوصا د پرمختیایي چارو، چې په هغه کې پروژې دي، نورې چارې دي، ولس ته وضاحت ورکړو. په دې برخه کې موږ کار کړی دی او لا هم کار ته اړتیا شته، موږ په ځينو برخو کې ستونزې لرو او هڅه مو همدا ده، چې دغه ستونزې حل کړو.))

په دې اړه د اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کميسيون غړي او وياند حمدالله ارباب خبريال ډاټ کام ته وويل: ((اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له مخې ټولې ادارې مکلفې دي چې غوښتونکو ته په خپل وخت اطلاعات ورکړي. که چیرته خبري ارزښت ولري نو باید د ٢٤ ساعتونو په جریان کې یې ورسره شریک کړي.)) نوموړي همدا راز وويل: ((که چیرته ادارې د اطلاعاتو د ورکړې نه ډډه کوي یا ناغيړي کوي نو باید کمیسون ته رسماً شکایت وکړي.))

حمدالله ارباب د محرمو معلوماتو په اړه وويل: ((بله موضوع د اطلاعاتو د محرمیت ده، هغه هم د کمیسيون صلاحیت دی چې د مربوطه ادارې سره د محرم او نامحرمو معلوماتو تفکیک د قانون له مخې کوي.))

نوموړي همدا راز زياته کړه، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون نوى جوړ شوى دى او دوى اوس خلک استخداموي او همدا راز به په ولايتونو کې هم خپل استازي ټاکي او د عامه پوهاوي لپاره به خلکو ته غونډې هم جوړوي، تر څو خلک په دې وپوهوي، چې اطلاعاتو ته لاسرسى د دوى حق دى او بايد د هرې ادارې نه چې معلومات ترلاسه کول غواړي، کولاى شي چې معلومات ترې ترلاسه کړي. هغه وويل چې که کومه اداره د اطلاعاتو په ورکړه کې بهانې کوي او نه غواړي چې چاته اطلاعات ورکړي، نو دوى دې رسماً کميسيون ته شکايت وکړي، نو دوى به يې بيا پوښتنه کوي، چې ياده اداره ولې غوښتونکي معلومات نه ورکوي.

که اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې اړونده ادارې لاس پکار نه شي، نو د دې امکان شته، چې په راتلونکي وختونو کې به خبریالان او ژورنالیستان د ګڼو ستونزو سره مخ وي، دولت باید په دې اړه جدې تصمیم ونیسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS