هرات ولایت کې د رسنیو او مدني ټولنو بنسټونو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په هکله د پوهاوي پروګرام

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۱:۵۵
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پوهاوي په هکله پروګرام، اطلاعاتو ته لاسرسي کمېسیون د مرستیالې آغلې نجیبې مرام، کمېشنرې آغلې زهرا موسوي او د مدني ټولنو ، د افغان ښځو غړو، د رسنیو استازو او خبریالانو په شتون کې په هرات ولایت کې تر سره شو.

په پیل کې آغلې مرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړي کولو او عامولو په برخه کې د رسنیو او مدني ټولنو رول ته په اشارې وويل:«اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړي کولو او عامولو په برخه کې د رسنیو، خبریالانو او مدني ټولنو همکاري، په ادارو کې شته اطلاعاتو د محرمیت له منځه وړلو لامل او د ښې حکومتوالۍ د پیاوړتیا سبب کېږي».

آغلې مرام زیاته کړه؛ د هېوادوالو په ازادانه ډول اطلاعاتو ته لاسرسی کولای شي د دولتي ادارو له پرېکړو څخه خبر او د ځواب ورکوونکې ادارې په جوړښت کې ګډون ولري. له همدې امله رسنۍ او مدني ټولنې، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په پلي کولو او ملاتړ برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او وګړو سره همکار وي او د حکومت کړنو، اجراتو څخه ټولیزې څارنې ته زمینه برابره کړي. د کمېسیون مرستیالې وویل،د اطلاع رسونې په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نظر ټولو قانونو ته لومړیتوب لري. د یاد قانون د احکامو پلي کول د ادار لخوا مکلفیت دی.

ورپسې آغلې زهرا موسوي، د اطلاعاتو ازادۍ باندې د ټینګار سربېره وویل:«اطلاعاتو په ازادانه ډول د هېوادوالو لاسرسی قانوني او حقوقي اصل دی؛ په دې برخه کې هېڅ ډول محدودیت شتون نه لري؛ په همدې بنسټ په ادارو کې د اطلاعاتو څښتن وګړي او ادارې یې امانتداران دي چې د غوښتونکي، غوښتې پر وخت کې باید د هغوی په اختیار کې ورکړي».

آغلې موسوي، د فساد پر وړاندې مبارزې او حساب ورکولو دود پیاوړي کولو لپاره، اطلاعاتو ته لاسرسی مهمه وسیله وبلله. هغه ادارې چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نه پلي کوي، فساد کوونکي دي او نه غواړي چې وګړي د فساد له موجودیت څخه خبر شي. موسي زیاته کړه؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق څخه په ښه توګه ګټه اخیستنه کولای شي مطلوب اصلاحات او بدلونونو ته مو ورسوي. په هره کچه چې اطلاعات غوښتل زیات شي، ادارې په همغه کچه ځواب ورکوونکې کېږي. هغې همدارنګه وویل، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د رسنیو لخوا وګړو ته عامه پوهاوی، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون عملي کول وبلل.

د پروګرام په لړ کې د کمېسیون تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح، د یو پرېزېنټېشن په ارایه کولو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون حقوقي مبنا، د اطلاعات غوښتلو او ورکولو، د اطلاع رسوونکي دندو، د ادارو مکلفیت، د شکایت ثبتولو او ورته رسېدنې، اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل.

د پروګرام په دویمه برخه کې د ژورنالیزم پوهنځي رییس ښاغلي ډاکټر نجیب حدید، د افغان خبریالانو د کمېټې مسوول ښاغلي همایون نظري، د طلوع نیوز استازې آغلې فریبا آرام او د افغان ښځو شبکې مسوولې آغلې حلیمې سلیمي؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د شته ستونزو په هکله خبرې اترې وکړې.

په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS