هرات ولایت ته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مشرتابه هیئت سفر
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیاله آغلې نجیبه مرام او د کمېسیون کمېشنره آغلې زهرا موسوي د ۱۳۹۹کال د وږي په ۲۳مه، یکشنبه په ورځ د هرات ولایت والي، د سیمه ییزو ادارو له رییسانو، مدني ټولنو او رسنیو سره د لیدلو لپاره او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ښه پلي کولو په پار هرات ولایت ته ورسېدل.
د هرات په هوایي ډګر کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مشرتابه د هیئت هرکلی د هرات والي مرستیالې آغلې مونسه حسن زاده لخوا تر سره شو.