مطبوعاتو نړیواله ورځ

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۴ - ۲۱:۵۰
aic

د مطبوعاتو آزادي چې د دموکراټو نظامونو له مهمو لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي، په حقیقت کې  د زرګونو هغو انسانانو د هلوځلو او هڅو پایله ده چې د تاریخ په لړ کې یې تر سره کړې دي او وتوانیدل چې له ډیرو سرښندنو وروسته، دغه آزادی لاسته راوړي او هغه د بشر په یوه مهمه لاسته راوړنه بدله کړي.

زموږ هیواد افغانستان هم په دې برخه کې ځینې لاسته راوړنې لري او له نیکه مرغه دغه لاسته راوړنې هم د هغو کسانو د هلو ځلو پایله ده چې له کلونو راهیسې د خنډونو په وړاندې ودریدل او په پای کې د بیان او مطبوعاتو آزادی لاسته راوړه.

بې له شکه چې هیڅ آزادي له قربانۍ او سرښندنې پرته لاسته نه راځي، لکه څنګه چې د مطبوعاتو آزادۍ هم په افغانستان ډیرې قربانۍ واخیستې او له بده مرغه چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له خبریالانو او رسنیزو فعالانو څخه یې په دې برخه کې ډیرې قربانۍ  واخیستې تر څو موږ د بیان او مطبوعاتو آزادۍ په برخه کې داسې ځای ته ورسیږږ چې په سیمه کې، مخکښ دی.

د بیان آزادي، مطبوعاتو آزادي او اطلاعاتو لاسرسی یو د بل لازم او ملزوم دي او دا ټول د افغانستان دولت د دوه تیرو لسیزو له مهمو لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د مطبوعاتي د آزادۍ په درکولو سره هڅه کوي تر څو اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور د پیاوړتیا او تعمیم له لارې، د رسنیو لپاره او په ټوله کې د خلکو لپاره اطلاعاتو ته د چټکې او آسانې لاسرسۍ زمینه برابره کړي، ځکه مستندو اطلاعاتو ته لاسرسی د رسنیو لپاره ډیر اړین بلل کیږي په دې اساس کمیسیون هڅه کوي اطلاعاتو ته لاسرسی په یو کلتور بدل کړي.

اطلاعاتو ته لاسرسی په اوسنیو شرایطو کې چې هیواد له فساد او قانون نه حاکمیت څخه سرټکوي، د فساد د مهار او له منځه وړلو، روڼتیا او حساب ورکولو په برخه کې یوه اغیزمنه وسیله ده او له بلې خوا اطلاعاتو ته لاسرسی د مطبوعاتو د آزادۍ او ودې په برخه کې ډیره مرسته کولی شي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د مطبوعاتو نړیوالې ورځ په پار د هیواد ټولو ژورنالستانو ته مبارکي وایي او هیله مند دی، دغه لاسته راوړنه چې د بشر د کلونو کلونو هڅو او سرښندنو په پای کې لاسته ته راغلې، همداسې وساتل شي او لا پیاوړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS