عدلي او قضایي بنسټونو کې د اطلاعاتو ډلبندۍ کړنلارې تصویب لپاره د مدني ټولنو بنسټونو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غونډه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۶ - ۹:۴۹
aic

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، مرستيالې آغلې نجيبې مرام، غړې آغلې زهرا موسوي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، حقوق پوهانو د اتحاديې غړي او حقوق پوه ښاغلي وحيد فرزي، د افغانستان د عدالت موسسې رييسې آغلې ليلما ناصري او د افغانستان د روڼتیا څار ادارې حق غوښتنې مسوول ښاغلي عرفان ارزاز په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون په دفتر کې په عدلي او قضايي بنسټونو (د ا.ا.ج څارنوالۍ او سترې محکمه) کې د اطلاعاتو ډلبندۍ په هکله د بحث، د کمېسيون او مدني ټولنې تر منځ د ګډو همکاريو د پراختيا او پياوړتيا لپاره ترسره شوه.

په دې ناسته کې ښاغلي بهادري، ټينګار وکړ چې دا کړنلاره بايد داسې تصويب نشي اطلاعاتو ته د لاسرسي د محدوديت لامل شي بلکه اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې اسانتياوې رامنځته ته کړي. هغه زياته کړه چې په ياده کړنلاره کې د حقوق پوهانو او مدني ټولنې وړانديزونه او اندونه په پام کې ونيول شي، تر څو عدلي او قضايي بنسټونه دا کړنلاره د‌ خپلې ګټې په پار تصويب نه کړي.

همدارنګه آغلې موسوي وويل؛ اړتيا ده چې د دې کړنلارې په تصويب کې د اطلاعاتو ډلبندي په هر اړخيز ډول په پام کې ونيول شي، تر څو په عدلي او قضايي بنسټونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې کمې شي.

همدارنګه ښاغلي فرزي، په عدلي او قضايي بنسټونو کې د محکمو علني کولو باندې ټينګار وکړ او و يې ويل د محکمو علني کولو ګټه داده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامينوي، هغه زياته کړه د عدلي او قضايي پريکړو ته بايد لاسرسی عام شي، همدارنګه د عدلي او قضايي بنسټونو په وېب پاڼه خپاره شي.

په پای کې وړاندې شويو اندونو ته په کتو، د حقوق پوهانو اتحاديې، مدني ټولنو استازو سره د پرلپسې مشورتي غونډو په جوړولو او په کړنلاره کې اطلاعاتو ته د لاسرسي موادو په ځايولو باندې ټينګار وشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS