رسنیو او وګړو ته د حکومتي بنسټونو د کلني راپور په اړه کې د حکومت خبري ناسته

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۸ - ۹:۲۴
بهادری رئیس کمیسیون درستر به اطلاات

۱۳۹۸کال، د سلواغې ۲۴، پنجشنبه

په ادارو کې شته اطلاعاتو ته د وګړو لاسرسی د دوی له بنسټېزو حقونو څخه ګڼل کېږي او ټولې ادارې مکلفې دي چې خپلې کړنې او فعالېتونه له وړاندې خپاره او د اطلاعات غوښتلو په وخت کې اطلاعات متقاضي ته ورکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت، جمهور رییس ښاغلي محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ ټولې دولتي ادارې مکلفې دي چې له خپلو یو کلنو کړنو او فعالیتونو څخه وګړو او رسنیو ته راپور ورکړي. د ولسمشر د حکم پر اساس کمېسیون دې، د يو څارونکي په توګه د دولتي ادارو له راپور ورکړې څارنه وکړي او د پروسې له پای وروسته دې جمهوري ریاست ته راپور ورکړي.

په دې ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري اطلاعاتو ته د لاسرسي اغېز د حکومت ځواب ویل وګړو ته، رڼې او خلاصې حکومتوالۍ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. د ځینو دولتي مسوولینو لخوا وګړو او رسنیو ته د اطلاعاتو ورکولو په برخه کې شته ستونزو باندې یې هم خبرې وکړې.

ښاغلي بهادري له وړاندې د اطلاعاتو خپرول د دیموکراتیکو او ولسواکو نظامونو نښه وبلله او د اطلاعات په برخه کې محدودیت یې د قانون خلاف کار وګاڼه.

د کمېسیون رییس، د کلني راپور ارایه کولو قانوني مکانېزمونو او معیارونو په اړه وضاحت ورکړ او زیاته یې کړه:«ټول دولتي بنسټونه له قانون سره سم اړ دي چې خپل کلنی راپور د قانون پنځلسمې مادې په اساس په شفاهي او لیکني ډول د مدني بنسټونو، رسنیو او د قانون تطبیق څخه د څار بنسټونو په شتون کې د دولت کلنی راپور وګړو ته وړاندې کړي». ښاغلي بهادري د حکومتي بنسټونو راپور ورکړې پروسې په قانوني ډول مخته وړلو باندې ټینګار وکړ او له ټولو دولتي بنسټونو څخه یې وغوښتل هغه اطلاعات چې په وېب پاڼو یې خپاره کړي کولای شي په دې ناسته کې له رسنیو او ټولو وګړو سره شریک کړي، له دې ور هاخوا د منلو وړ نه دي.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پنځلسمه ماده، ټول بنسټونه د قانون په رڼا کې مکلف کړي چې د تشکیل، صلاحیتونو، دویمي واحدونو، بودجې او مالي موضوعاتو، قوانینو، مقرراتو، کړنو، مستقیم خدمتونو، قرار دادونو، تدارکاتي سندونو... په اړه په کال کې يو ځل د وېب پاڼې یا علني غوڼدو له لارې وګړو سره شریک کړي.

د ښاغلي بهادري په اند، یواځېنۍ لار چې د حکومت او رسنیو تر منځ د همغږۍ لامل کېږي له وړاندې په وېب پاڼو د اطلاعاتو خپرول دي، چې رسنۍ، تحقیقي او خصوصي بنسټونه وکړای شي په وېب پاڼو کې له شته اطلاعاتو څخه ګټه واخلي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ژمن دی چې په ادارو کې شته اطلاعات وګړو او رسینو ته په یو شان وړاندې کړي او کمېسیون کولی شي د مستقیم څار له لارې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخې پلي کېدو زمینه برابره کړي. کمېسیون د قانوني معیارونو په اساس د دولتي بنسټونو له راپورونو څخه به څارنه کوي او پایله به د ولسمشرۍ عالي مقام ته وړاندې کړي.

په اوله مرحله کې د دولتي ادارو په وېب پاڼو کې له وړاندې د اطلاعاتو خپرولو څارنه شوې او دویمه مرحله یې همدا اوس روانه ده چې په جدیت او د قانوني معیارونو پر بنسټ به عملي شي. د دې څارنې پایله به له د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام، مدني بنسټونو، رسنیو او ټولو وګړو سره شریکه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS