د ۲۶ دولتي ادارو اطلاع رسونې مرجع مسوولینو ته د بنسټیزې روڼتیا ښوونیز پروګرام ترسره شو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۱۱:۴۵
aic

د روڼتیا د شاخصونو ښوونیز پروګرام، د افغانستان د بنسټیزې روڼتیا نوښت بنسټ(CoST) لخوا، د ۲۶ دولتي ادارو اطلاع رسونې مرجع مسوولینو ته د اقتصاد وزارت وزیر ښاغلي داکټر کریمه حامد فاریابي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري او د بنسټیزې روڼتیا نوښت د دارالانشا رییس ښاغلي صبغت الله کریمي په شتون، په یاد وزارت کې ترسره شو.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

په پیل کې ښاغلي صبغت الله کریمي، د بنسټيزې روڼتیا نوښت بنسټ او د پروګرامونو په اړه یې معلومات ورکړل او اطلاعاتو ته لاسرسی یې د دولت کړنو باندې د وګړو څار لپاره اساسي وسیله وګڼله. نوموړي زیاته کړه؛ وګړي کولای شي اطلاعاتو ته د لاسرسي له لارې د دولت پروګرامونو پلي کولو کې همکاري وکړي.

ورپسې آغلې کریمې فاریابي، په دولتي بنسټونو کې د فساد پر وړاندې مبارزې او روڼتیا پیاوړي کولو لپاره اطللاعاتو ته لاسرسي باندې د ټینګار سربېره وویل: « په تېرو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې ډېرې ستونزې موجودې وې چې د حساب ورکولو او روڼتیا پروسه یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې وه. خو له نېکه‌مرغه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تر نافذېدو وروسته، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پر وړاندې شته ستونزې حل شوي او په ټولنه کې پلي کول یې د ذیدخلو بنسټونو ګډو همکاریو او هغږیو ته اړتیا لري».

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

د اقتصاد وزېرې زیاته کړه؛ د بنسټیزې روڼتیا نوښت بنسټ د پروګرامونو پلي کولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په واسطه کولای شو د فساد کړنې کمې او اصلاحي کړنې ترسره کړو.

همدارنګه ښاغلي عصمت الله حیدري، اطلاعاتو ته لاسرسي، د وګړو او هېوادوالو له بنسټیزو حقونو څخه وګاڼه چې په ملي او نړیوالو سندونو کې اطلاعاتو ته لاسرسی، د وګړو حق او ادارې یې د هغو ارایه کولو په برخه کې تکلیف پېژندل شوي دي.

ښاغلي حیدري زیاته کړه؛ د ډیموکراتیکو نظامونو په اړه عمومي اند دا دی چې هر څه د وګړو دي او دولت د سرچینو د لګښت په اړه خلکو ته ځواب ویونکی دی.

د کمېسیون د دارالانشا رییس، د کمېسیون د لاسته راوړنو سربېره د بنسټیزې روڼتیا نوښت بنسټ(CoST) پروګرامونو هرکلی وکړ او د افغانستان د بنسټیزې روڼتیا نوښت بنسټ پروګرامونو پلي کولو کې یې د کمېسیون همکاریو څخه ډاډ ورکړ.

په پای کې د بنسټیزې روڼتیا نوښت بنسټ مسوولینو، د یو پرېزېنټېشن له لارې د موخو، د یاد بنسټ پروګرامونو، د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو ته د بنسټیزې روڼتیا شاخصونو اهمیت په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS