د کمیسیون او جي آی زید مسئوولینو ګده کتنه
اطلاعاتو د لاسرسۍ کمیسیون مشر عین الدین بهادری او حمد الله ارباب د کمیسیون غړي او منشي د جی آی زیډ مؤسسې د OPAF پروژې له مرستیال عبدالبصیر عتیق زي سره د تلې په ۲۴مه په کمیسیون کې ولیدل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د یو لړ ګدو همکاریو په اړه، چې په لړ کې به یې د کمیسیون لپاره یوه پنځه کلنه سټراټیژي د جی آی زیډ په تخنیکي او مالي مرستې تدوین شي، خبرې اترې وشوې.
هوکړه وشوه چې د ستراتیژۍ د تدوین لپاره باید د دواړو ادارو پر سلا یو متخصص وګمارل شي تر څو د هیواد شرایطو او اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت ته په کتو سره یوه جامع او د تطبیق وړ ستراتیژي طرحه او تدوین کړي.
د یادولو وړ ده چې د جي آی زیډ مؤسسه د تیرو څلورو کلونو راهیسې په ځینو برخو کې د کمیسیون سره همکاري لري او د یادو همکاریو غځولو ته ژمن دی.