د ښې حکومتولۍ فلسفه او ماهیت، د وګړو د غوښتنو پر وړاندې ځواب ویل دي

ناپیژنده (not verified)
جمعه ۱۳۹۸/۱۰/۲۰ - ۷:۴۰
Aic

یکشنبه ۱۳۹۸ کال د مرغومي۱۷

افغانستان د اساسي قانون، پنځوسمې مادې ۳ فقرې په اساس وګړي حق لري چې په ادارو کې له هر ډول اطلاعاتو څخه خبر وي نو له همدې امله اطلاعاتو د لاسرسي کمیسون د يوې څارونکې ادارې په توګه د ادارو لخوا د اطلاعاتو ورکول خلکو ته، هڅه کوي چې د پوهاي پروګرامونو په واسطه اطلاعاتو ته د لاسرسي فرهنګ دود او پیاوړی کړي، تر څو وګړي د اطلاعاتو دغه شته قانون په رڼا کې د ادارو نه د اطلاعاتو غوښتنه او د ادرارو له کړنو نېغ په نېغه څار وکړي او د فساد پر وړاندې مبارزې ته زمینه برابره شي. نو له همدې امله اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پوهاوي په پروګرام کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، د یوولسمې ناحیې رییس ښاغلي فقیرالله امیني، د کلو وکیلانو، عالمانو، سپینږیرو او ځوانانو په دې ناحیه کې ګډون کړی وه. په پیل کې ښاغلي عین الدین بهادري، د ښې حکومتولۍ ماهیت، فلسفې او اطلاعاتو ته دلاسرسي پر اهمیت خبرې وکړې. هغه اطلاعاتو ته لاسرسی د وګړو له اساسي حقونو وګاڼه او وګړي باید له دغه قانوني حق نه د حکومت په ځواب ورکولو، د فساد پر وړاندې د مبارزې او د روڼتیا لپاره ترې ګټه واخلي. ښاغلي بهادري زیاته کړه:« د ښې حکومتولۍ فلسفه او ماهیت، د وګړو د غوښتنو پر وړاندې ځواب ویل دي» نو له همدې امله د خلکو او حکومت تر منځ باور هغه وخت رامنځته کېږي چې حکومت د وګړو غوښتنو ته پام وکړي او د خپلو کړنو او فعالیتونو نه خلک خبر کړي. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون رییس وویل:«اطلاعاتو ته د لاسرسي ماهیت او بنسټ دا دی چې اطلاعاتو ته لاسرسی د وګړو له بشري حقونو و شمېرل شي» نو له همدې کبله وګړي حق لري چې له مقاماتو، مسوولینو او حکومتي بنسټونو نه پوښتنه وکړي او د هغو له کړنو نه اطلاعات ولري. د خلکو ګډون په حکومتوالۍ، روڼتیا، او د فساد پر وړاندې مبارزې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له مهمو بحثونوڅخه ده. نو د دې قانون په رڼا کې د ښې حکومتوالۍ لامل کېږي. ورپسې ولي الله مصباح، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د اهدافو، د اطلاعاتو غوښتلو طریقو، د وګړو ملاتړ، د اطلاعاتو ورکولوطریقې، د اطلاع رسونې مسوول دندې او کمیسون ته د شکایت کولو او هغه ته د رسیده ګۍ په اړه د پریزینټېشن په لړ کې لازم معلومات ورکړل. په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS