د څارنې او ارزونې کارکوونکو ته د ټولنیز تفتیش تر نامه لاندې روزنیز ورکشاپ
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړي حمدالله ارباب او تخینکی سلاکار ولی الله مصباح، د خلکو هڅه د بدلون لپاره مؤسسې لخوا په جوړ شوی ورکشاپ کې د زمري په اتمه ګډون وکړ.
دغه ورکشاپ د یادې مؤسسې لخوا د WHH جرمنۍ مؤسسې په مالي ملاتړ جوړ شوی وو، چې پکې له بیلابیلو ادارو د څارنې او ارزونې مدیرانو ګډون درلود، د ورکشاپ هغه برخه کې چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او حق ته ځانګړې شوې وه، حمدالله ارباب د موضوع اړوند د هر ارخیزو معلوماتو ورکولو تر څنګ د ګډون والو پوښتنو ته د قانون د حکمونو مطابق، ځوابونه وړاندې کړل.
همدا راز ولی الله مصباح هم یو جامع پرزنټیشن د اطلاعاتو د غوښتنې او وړاندې کولو د عملي میکانیزمونو په اړه ګډونوالو ته وړاندې کړ.