د ځمکو او ښار جوړونې وزارت له مشرتابه سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مشرتابه لیدنه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۳:۱۱
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ځمکو او ښار جوړونې وزارت له وزیر سره، په یاد وزارت کې په تل پاتې ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون تامین څرنګوالي په هکله د آندونو تبادلې او همکاریو په پار د ۱۳۹۹کال د سلواغې په ۲۱مه، سه شنبه ورځ سره ولیدل.

په دې ناسته کې آغلې نجیببې مرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د پېژندنې ترڅنګ؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ۱۵ مادې په رڼا کې له وړاندې د اطلاعات خپرولو، د دې قانون د احکامو پلي کولو کې د ادارو مکلفیتونو په اړه خبرې وکړې. آغلې مرام زیاته کړه؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینول په ادارو باندې د وګړو باور زیاتوي او د ښې حکومتوالۍ تامین ته چټکي وربښي. د کمېسیون مرستیالې، د ادارو د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو ملاتړ په هکله وویل: اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې، د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو ته صلاحیت ورکول، د امکاناتو او تجهیزاتو برابرول د تل پاتې همکاریو له اړتیاوو وګڼل او د وزارت له مشرتابه یې وغوښتل ترڅو د مرجع ملاتړ وکړي.

ورپسې ښاغلي کرزي، د کمېسیون له جوړېدو او کړنو د ستاینې ترڅنګ وویل:« اطلاعاتو ته لاسرسی د وګړو له بنسټیزو حقونو څخه دی». د افغانستان د ځمکو او ښار جوړونې وزارت، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون احکامو پلي کولو ته ژمن او اطلاعاتو ته د لاسرسي دود تامینولو په برخه له کمېسیون سره د همکاريو کې هڅه کوي. ښاغلي کرزي د یاد وزارت بشري سرچینو ته هدایت وکړ ترڅو د اطلاعاتو او اړیکو ریاست کې د اطلاع رسونې مرجع مسوول تر عنوان لاندې څانګه هم اضافه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS