د ولسي جرګې له رئیس سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رئیس او غړو کتنه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۵ - ۱۵:۵۲
aic

نیټه: د لړم ۲۵مه ۱۳۹۸
ښاغلي عین الدین بهادري د کمیسیون رئیس، ښاغلي حمدالله ارباب او ښاغلي فضل الباري بریالی د کمیسیون غړو له جلالتمآب میر رحمان رحماني د ولسي جرګې له رئیس سره د یادو ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو او د بودجوي ستونزو د حل په موخه، کتنه تر سره کړه.
په دې کتنه کې ښاغلي عین الدین بهادري اطلاعاتو ته د لاسرسي د وضعیت او په ۱۳۹۳ کال کې د کمیسیون د جوړیدو په هکله خبرې وکړې او زیاته کړه چې: د خلکو په سیاسي، اقتصادي، تولنیز او کلتوري ژوند کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ارزښت ته په پام سره، یاد قانون په ۱۳۹۶ کال کې تعدیل او د جلالتمآب جمهور رئیس د تقنیني فرمان پر اساس توشیح شو، د قانون له مخې نوی کمیسیون رامنځته شو چې مالي او بودجوي چارې یې د اطلاعاتو او فرهنګ له لوري پر مخ وړل کیږي.
د کمیسیون د رئیس په باور د مالي او بودجوي استقلالیت نشتون کمیسیون د خپلو موخو لاسته راوړلو او د پروګرامونو د تطبیق په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی، نوموړي هیله څرګنده کړه تر څو ولسي جرګه د کمیسیون په بودجوي استقلالیت کې هر اړخیزه همکاري تر سره کړي.
وروسته بیا ښاغلي میر رحماني اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور دودولو او پیاوړتیا، روڼتیا او حساب ورکونې، فساد سره د مبارزې، قانون حاکمیت او ښې حکومتولۍ په برخه کې د کمیسیون هلې ځلې او فعالیتونه وستایل او زیاته کړه چې: اطلاعاتو ته لاسرسی د وګړو یو له اساسي حقوقو څخه دی او موږ به د حکومت لخوا ولسي جرګې ته د بودجې د ملي سند د وړاندې کولو پر مهال د کمیسیون د بودجوي استقلالیت په برخه کې لازمه همکاري وکړو، نوموړي زیاته کړه کچیري مالیې وزارت د کمیسیون لپاره ځانګړې بودجه په پام کې نیولې وي او د وزیرانو شورا تائید کړي وي، نو ولسي جرګه به د کمیسیون بودجه پرته له کومې ملاحظې تصویب کړي.
په پای کې حمدالله ارباب اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړي او منشي د کمیسیون او ولسي جرګې تر منځ پر ګډو کاري ټکو رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې: یادې ادارې دواړه د څارنې په برخه کې کار کوي تر څو خلکو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو زمینه برابره شي، نوموړي د ولسي جرګې له رئیس څخه غوښتنه وکړه چې د کابینې غړو د استیضاح پر مهال باید د کمیسیون څارنیز راپورونه هم په پام کې ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS