د مدني ټولنو د ملاتړ کاري ډلې سره د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د غړو کتنه
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړو د یوناما دفتر سره په همغږۍ کې د مدني ټولنو د ملاتړ کاري ډلې غړو سره د ۱۳۹۷ کال سلواغې په اوومه د همغږۍ ناسته تر سره کړه.
دغه ناسته چې د کمیسیون د نوو غړو د پیژندګلوۍ او د نوموړي کمیسیون د راتلونکو پلانونو د شریکولو په موخه د یوناما په دفتر کې تر سره شوه، پکې د یوناما د لوړپوړو کارکوونکو به ګډون د بیلابیلو اړوندو مؤسسو او بنسټونو استازو ګډون در لود.
په سر کمیسیون د غړو لخوا د جلسې ګډونوالو ته د یو پرزنټیشن له لارې د مخکیني کمیسیون د فعالیتونو، د اوسني کمیسیون د موخو او پلانونو او اطلاعاتو ته د لاسرسي د ملي سټراټیژۍ په هکله مفصل معلومات ورکړل شول.
ورسته بیا د کمیسیون او اطلاعاتو ته د لاسرسي اړوند آزاد بحث تر سره او لیدلوري له یو بل سره شریک شول او ګډونوالو خپل پوښتنې او نظریات د کمیسیون له غړو څخه مطرح او د کمیسیون غړو د دوی پوښتنو ته د قانون سره سم ځوابونه وړاندې کړل، په پای کې تصمیم ونیول شو چې په راتلونکي کې دې ته ورته د همغږۍ غونډې اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون او د هغه پلي کولو د څرنګوالي په اړه دایر شي.