د صبح کابل ورځپاڼې شکایتونو ته د رسېدنې په پار اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او د بدني روزنې ادارې سره ګډه ناسته

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۱۲:۳
aic

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړې آغلې زهرا موسوي، شکایتونو ته د رسېدنې آمریت آمر او مسولینو، د بدني روزنې او ورزش ادارې د نشراتو رییس او د اطلاع رسونې مسوولینو په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په کمېسیون کې ترسره شوه. په پیل کې د بدني روزنې او ورزش ادارې د نشراتو رییس او د اطلاع رسونې مسوول د یادې ادارې څخه د شوو شکایتونو او د اطلاعاتو وروستوالي په هکله دلیلونه وړاندې کړل. ورپسې آغلې زهرا موسوي، د غونډې د غړو او مقابل لوري د خبرو اورېدو وروسته د اطلاعات ورکولو او شکایتونو ته د رسېدنې په ټینګار وویل: که څه هم چې ډیر غوښتل شوي اطلاعات غوښتونکو ته ورکړل شوي دي خو هغه چې نه دي ورکړل شوي هغه هم کوم قانوني ممانعت نه لري او باید چې غوښتونکو ته ورکړل شي. په پای کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې پرېکړه وشوه چې غوښتل شوي اطلاعات په بشپړ ډول د غوښتونکي په خوښه غوښتونکو ته ورکړل شي. د بدني روزنې ادارې ژمنه وکړه چې د غوښتل شويو اطلاعاتو په دې برخه کې به ټاکلي وخت اجراات وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS