د شهید رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رییس سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه لیدنه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۹ - ۱۲:۱۶
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون هڅه کوي چې د پوهنتونو له رییسانو او مشرتابه سره د لیدنو او غونډو له لارې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په یو اکاډمیک بحث بدل کړي؛ پر همدې بنسټ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام د شهید رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رییسې آغلې لیلما شریفي یما سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

په لیدنه کې آغلې نجیبې مرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د پېژندنې او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د دندو او واکونو په اړه د خبرو سربېره، په اکاډمیکو بنسټونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین اړتیا او یادو بنسټونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق څخه ګټې اخیستنې په هکله وویل: « په اکاډمیکو بنسټونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په اړه د محصلینو پوهاوی د ټولنې د برمختګ لامل کېږي». نو پر همدې اساس په دې مهمې سکالو باندې اطلاعاتو ته دلاسرسي کمېسیون د اکاډمیکو بنسټونو په همکارۍ ټینګار کوي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې، د پرلپسې همکاریو، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په اړه د پروګرامونو او علمي بحثونو ترسره کولو لپاره د کمېسیون او یاد پوهنتون تر منځ د همکاریو هوکړې لاسلیک باندې ټینکار وکړ، ترڅو د هغې پر بنسټ اطلاعاتو ته د لاسرسي موخې پلې شي.

ورپسې آغلې پوهنوالې لیلما شریفي یما، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د کاري کړنو د ستاینې ترڅنګ وویل: «اطلاعاتو ته لاسرسی روڼتیا تامینوي؛ نو باید ټول بنسټونه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین لپاره هڅه وکړي». آغلې شریفي، د شهید رباني ښوونې او روزنې پوهنتون کې د هېڅ ډول محرم اطلاعات نشتوالي باندې ټینګار وکړ، ټول هېوادوال کولای شي چې له نوموړي پوهنتون څخه هر ډول اطلاعات وغواړي او پوهنتون په یې هم په واک کې ورکوي. همداشان د پوهنتون رییسې، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین په برخه کې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS