د سیمیزو ارګانونو په مستقله اداره کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه معلوماتي پروګرام
نیټه: سه شنبه، ۳مرغومي ۱۳۹۸کال
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون د قانون په رڼا کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په اهمیت او ښې حکومتوالۍ لپاره کوښښ کوي چې د حق غوښتنې پروګرامونو جوړول له لارې دولتي ادارو مسلینو ، د ادارو مسولیت خلکو ته د اطلاع رسونې په برخه کې او اطلاع رسونې عامول ته باید کار وشي.
له همدې کبله اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه معلوماتي پروګرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون غړي ښاغلي حمدالله ارباب، د سمیزو ارګانونو مستقلې ادارې مالي او اداري معین ښاغلي روح الله نیازي او د دې ادارې رییسانو او کارکوونکو په شتون کې جوړ شو.
ښاغلي حمدالله ارباب وویل، په یو دیموکراتیک نظام کې د ښې حکمتوالۍ لپاره اطلاعاتو لاسرسی يو مهم اصل دی، د ادارو مسولین او کارکوونکي د اطلاع رسونې ساتونکي او امانتداران دي او وګړو ته اطلاع رسول د قانون په رڼا کې اړین وبلل.
ښاغلي ارباب، اطلاعاتو ته لاسرسی د هیواد د وګړو اساسي حق دی او دا د فساد له منځه وړلو لپاره موثره لار ده، هغه زیاته کړه: وکړي حق لري چې په دولتي ادارو کې له کړنو، پروګرامونو، بودجې ، هوکړو او معاشونو څخه اطلاعات ولري.
.
د ښاغلي ارباب په آند، په ولسواکي نظامونو کې، ټولې ادارې او مسوولین باید د وګړو په خدمت او ځواب ورکوونکي و اوسي، نو له همدې امله د اطلاعاتو اصلي مسوولین د خلکو په ادارو کې دي او د قانون په رڼا کې حق لري چې د حکومت د مسوولینو له کړنو او د هغوی په باره کې د پرېکړې کې مهم نقش ولري.
ورپسې ښاغلي روح الله نیازي، د وګړو لاسرسی اطلاعاتو ته د هغوی له مهمو حقونو څخه وباله او ویې ویل: د وګړو نه لاسری اطلاعاتو ته، د ادارو لخوا د اطلاعات پټول د خلکو او حکومت تر منځ د واټن لامل دی چې دغې کړنې د حکومت په مختلفو برخو کې د فساد لپاره زمینه برابره کړې. نو له همدې امله اطلاعاتو ته لاسرسی د وګړو لخوا د فشار په ډول د فساد په کموالي کې مهم رول درلودلی شي.
ښاغلي نیازي زیاته کړه: له قانون سره سم کارکوونکو لخوا خلکو ته د اطلاعاتو ورکول اوهمدارنګه کارکوونکو ته د لازمو ترینګو ورکول د اطلاعاتو په برخه کې اړین دي. ښاغلي نیازي وعده وکړه چې د سمیزو ارګانونو مستقله اداره، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په پلي کولو کې له یاد کمیسون سره همکاري وکړي.