د درېیمې ناحیې اوسېدونکو ته اطلاعاتو د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي پروګرام

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۶ - ۱۵:۴۰
aic

۱۳۹۸کال، ۱۶د سلواغې، چهارشنبه

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون حق په اړه د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون لخوا د درېیمې نایې اوسېدونکو ته د دې ناحیې عالمانو، متنفذینو، د کلو وکیلانو او ځوانانو په شتون کې د عامه پوهاوي پروګرام جوړ شو.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون باور لري چې د وګړو پوهاوی اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په اړه کولای شي د ولسواکي نظام پیاوړي کولو په برخه کې ګټور تمام شي. ځکه نو کمېسیون کوښښ کوي چې د دې قانون پوهاوي له لارې د خلکو ونډې ته، په ښې حکومتوالۍ کې زمینه برابره کړي او د وګړو او حکومت ترمنځ د باور فضا پیاوړي کړي.

aic

په دې پروګرام کې د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني، اطلاعاتو ته د لاسرسي هدفونو، د اطلاعات غوښتلو طریقې، د وګړو ملاتړ، د اطلاعاتو ورکولو طریقي، د اطلاع رسونې مسول دندي په اړه پرېزنټېشن وړاندې کړ.

په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS