د خلاصې پالیسۍ د سلا ورکولو صنوق OPAF)) – GIZ مرستیال سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مشرتابه ناسته

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۱۲:۵۸
aic

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، د دارلانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري، تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح، د خلاصې پالیسۍ د سلا ورکولو صنوق OPAF) – GIZ) مرستیال ښاغلي عبدالبصیر عتیق‌زي په شتون کې، د کمېسیون د ۱۴۰۰ کال پروګرامونو مالي او تخنیکي ملاتړ لپاره د خلاصې پالیسۍ د سلا ورکولو صنوق پام را اړولو په پار ترسره شوه.

په پیل کې ښاغلي بهادري، د GIZ له همېشګي ملاتړ څخه مننه وکړه او یاد بنسټ یې د کمېسیون له غوره ملاتړ کوونکو څخه وباله. د کمېسیون رییس، د خلاصې پالیسۍ د سلا ورکولو صنوق دفتر جي آی زیډ څخه وغوښتل چې د کمېسیون غړو او کارکوونکو ته، یو داسې هېواد ته چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو کې تجربې او بنسټیزې کړنې ولري د یو علمي سفر برابرولو کې همکاري وکړي.

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې کمېسیون خپل وړاندیزونه په درې برخو؛ د ولایتونو په کچه د عامه پوهاوي پروګرامونو ترسره کولو کې همکاري، د کمېسیون کارکوونکو د ظرفیت لوړولو ښوونیزو پروګرامونو کې همکاري، بهرني علمي سفرونه؛ د OPAF)) - GIZ د خلاصې پالیسۍ د سلا ورکولو صنوق ته ارایه کړي.

په پای کې ښاغلي عتیق‌زي د سازماني پیاوړتیا او د کارکوونکو ظرفیت لوړولو په برخه کې د خلاصې پالیسۍ د سلا ورکولو صنوق OPAF)) – GIZ د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS