د بشري حقونو کمیسیون مسؤولینو او کارکوونکو ته د پوهاوي پروګرام
اطلاعاتو ته د لاسرسی او بشري حقونو کمیسیونونو د دوه اړخیزو همکاریو په پیل کې د وږي په ۶مه نېټه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په اړه د پوهاوۍ ګډ پروګرام دایر کړ.
په دغه پروګرام کې د بشري حقونو د رئیسې شهرزاد اکبر په شمول د دواړو کمیسیون کمیشنرانو او کارکوونکو ګډون درلود.
د پروګرام په پیل کې شکرالله مشکور د بشري حقونو د تعلیمي برخې کمیشنر اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د دواړو کمیسیونو تر منځ د همغږي او همکارۍ پر پیاوړتیا د ټینګار تر څنک، په راتلونکي کې د دوه اړخیزو فعالیتونو پر پراختیا ټینګار وکړ.
ور پسې نجیې مرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون مرستیالې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او حق د اهمیت او ګټو په اړه د مفصلو معلوماتو په وړاندې کولو سره، زیاته کړه چې: دا د افغانستان د ولس او په ځانګړې توګه د دولت افتخار دی چې موږ د نړۍ په کچه تر ټولو ښه قانون لرو او د ګډو همکاریو په مټ باید د دې قانون د پلي کولو په برخه کې هم ښه مقام تر لاسه کړو.
وروسته بیا ولی الله مصباح اطلاعاتو ته د لاسرسی کمیسیون تخنیکي سلاکار د یو جامع پریزینټیشن په وړاندې کولو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ټول موارد، د عملي بیلګو په وړاندې کولو او اطلاعاتو ته دلاسرسي په برخه کې د مخکښو هیوادونو د تجربو په شریکولو سره، ګډونوالو ته اړین معلومات ورکړل.
د پروګرام په پای کې د ګډونوالو پوښتنې د حمدالله ارباب او نجیبې مرام لخوا په ګډه سره ځواب شوې.
د یادولو وړ ده چې دواړو کمیسیونونو ژمنه وکړه چې د راتلونکو همکاریو د پراخوالي په موخه به ډیر ژر د همکارۍ یو هوکړه لیک برابر او لاسلیک کړي.