د انرژۍ خدمتونو تنظیم اداره کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق او قانون د پوهاوي برنامه ترسره شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۱:۵۰
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق او قانون په اړه د پوهاوي برنامه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون کمېشنرې محترمه زهرا موسوي او د انرژۍ خدمتونو د تنظیم ادارې د برنامو د رئیس انجینر حمید الله فهیم په حضور کې د انرژۍ خدمتونو د تنظیم ادارې رؤساوو او آمرینو ته وړاندې شوه.

په دې خپرونه کې آغلې زهرا موسوي اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د دندو او وړتیاوو په اړه د خبرو تر څنګ په اداراتو کې د قانون د پلي کېدو د څارنې په برخه کې د کمېسیون دندې او مسؤلیتونه تشریح، او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې یې د اطلاع رسونې مراجعو او ښاریانو ته د اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په اړه سپیناوی ورکړ. آغلې موسوي وویل: "د دیموکراتیک حکومت اساس د خلکو مشارکت او د خلکو په وړاندې د حکومت مسؤولیت مننه دی." له همدې امله، په حکومتولۍ کې په شعوري ډول برخه اخیستنې لپاره، په اداراتو کې شته معلوماتو ته لاسرسی اړین دی؛ تر څو له هغو څخه په ګټه اخېستنې له دولت څخه په مستقیم ډول نظارت وکړي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنر، معلوماتو ته د لاسرسي د حق لا خوندي کولو د اهمیت په اړه څرګنده کړه چې، معلوماتو ته د لاسرسي پرته غوره حکومتولي ناممکنه ده او په ادارو کې معلوماتو ته د لاسرسي فرهنګ پیاوړي کولو لپاره باید هڅې وشي؛ تر څو د اداراتو په کړنو باندې د خلکو باور لا ډیر شي. نوموړې همدارنګه له اطلاع رسونې مراجعو سره د انرژۍ خدمتونو د تنظیم ادارې د پر وخت او پر ځای معلوماتو ورکولو په برخه کې په دوامداره همکارۍ ټینګار وکړ.

aic

ورپسې ، ښاغلي حمیدالله فهیم د خلکو په وړاندې د دولتي اداراتو د ځواب ویلو د اړتیا په اړه وویل: د عامه خدمتونو تنظیمولو لپاره د اداراتو کړنې باید روښانه او رڼې وي، ځکه د اداراتو رامنځته کېدل خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو سره د تعریف وړ دي. " له همدې امله اړینه ده ادارت د خلکو په وړاندې ځواب ویونکي وي. ځکه نو په اداراتو کې شته معلوماتو ته لاسرسی د ادارو د رو ڼتیا او حساب ورکولو زمینه برابروي.

په پای کې ښاغلي خلیل جیحون، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي کارپوه، د يو پرېزینټیشن په وسیله اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، اطلاعاتو ته لاسرسي قانون موخو، اطلاعاتو ته د لاسرسي طریقې، د وګړو ملاتړ، د اطلاعاتو ورکولو مودې، د اطلاعات ورکولو طریقې، اطلاع رسونې مرجع مسوولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو دندو، له وړاندې د اطلاعات خپرولو په هکله د ادارو مکلفیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي ممنوعیتونو، شکایتونو او ورته رسېدنه، سرغړونو، تأدیبی مؤیداتو او د وګړو خوندیتوب او اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سیستم په هکله د قانون په رڼا کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS