د افغانستان ټول وګړي د قانون په رڼا کې مکلف دي چې د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې خپل وګړیز رسالت ترسره کړي.

ناپیژنده (not verified)
جمعه ۱۳۹۹/۸/۲ - ۱۴:۳۹
aic

د شفافیت تر نوم لاندې د ۸ ورځیني کرکیټ تورنمنټ پرانېستې پرګرام کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پوهاوي په پار اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ګډون، دا پروګرام د ۱۳۹۹کال د لړم په ۲مه، جمعې په ورځ د ایوبي کرکټ بورډ ستډیوم کې ترسره شو.

دا پروګرام د فساد پر وړاندې مبارزې د افغانانو د یووالي موسسې په نوښت جوړ شوی وه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون او د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې د دې حق او قانون اهمیت، د وګړیز څار، د ورزش او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اړیکې په هکله خبرې وکړې. ښاغلي جیحون، د وګړو په فردې او ټولیز ژوند کې د فساد لاملونو په اړه خبرې وکړې او فقر، لوږه، کډوالي او ټولې ټولنیزې او اقتصادي ستونزې یې د فساد شتوالی وښوده هغه، د وګړو د ژوند ښوالي لپاره د سرچینو نه مدیریت هم د فساد بنسټیز لامل وباله.

aic

د ښاغلي جیحون په اند، د دولتي بنسټونو لخوا د اطلاعاتو پټول او د محرمیت دود د فساد بنسټیز لامل ګڼل کېږي، په دې برخه کې د افغانستان د دولت مهمه لاسته راوړنه، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون وضع کول دي. اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر بنسټ د دوه طریقو له لارې کولای شو، د دولتي ادارو لخوا د اطلاعاتو له وړاندې خپرول او همدارنګه د هېوادوالو لخوا د اطلاعات غوښتلو کچې لوړولو له لارې کولای شو د محرمیت دود ته د پای ټکی کېږدو. تر څو چې وګړي د کره اطلاعاتو پر بنسټ د دولتي ادارو له کړنو څخه څارنه و نه کړي، د فساد پر وړاندې د مبارزې اصل په اصلي مانا پلي کول ناشوني دي. پر همدې اساس تاسو حق لرئ چې د ورزش د پرمختګ او همدارنګه ورزشکارانو ته د خدمت کولو په پار له ټولو دولتي بنسټونو په ځانګړي ډول له دخیلو بنسټونو څخه د ورزش او ورزشکارانو د پرمختګ چې د دولت بودجه په کې استفاده کېږي؛ د اطلاعاتو غوښتنه وکړئ او د هغوي د ټولو کړنو په هکله د فساد مخنیوي په برخه کې معلومات ولرئ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS