د افغانستان روڼتيا څار ادارې له مرستيال سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مشرتابه ليدنه
دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب او د افغانستان روڼتيا څار ادارې مرستیال ښاغلي ناصر تيموري په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون کې تر سره شوه.
په دې لیدنه کې په مرکز او ولايتونو کې له مدني ټولنو او رسنيو سره په همغږۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي نړيوالې ورځې لمانځلو په پار د کنفرانس جوړېدو لپاره همغږي؛ همداراز د ولسواکي نظام پياوړي کولو په ملي او سیمه ییزه کچه، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د بیان ازادۍ حق تامینولو په برخه کې د افغانستان دولت کړنو په هکله خبرې اترې وکړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په برخه کې په همکاریو هوکړه وشوه.