د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست لومړي مرستیالۍ محترم مقام سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مشرتابه غونډه!

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۰:۱
کمیسیون دسترسی به اطلاعات

نن د ۱۳۹۹کال د مرغومي ۲۵مه، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه د افغاستان د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال جلالتمآب ښاغلي امرالله صالح سره ولیدل. په دې لیدنه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او رول یې د روڼتیا او حساب ورکولو، همدارنګه یاد حق ته د رسېدو پر وړاندې شته ستونزو په اړه خبرې وکړې. نوموړي د دې حق د ښه تامین او بنسټیز کولو لپاره د یاد مقام د هر اړخیزو همکاریو غوښتونکی شو. ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت جلالمتآب لومړي مرستیال په امنیتي ادارو کې د اطلاعاتو او اسنادو ډلبندۍ او د دې سندونوو د محرمیت کچې په اړه خبرې وکړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق بنسټیزکولو کې په برخه کې د هر ډول همکاریو او د کمېسیون د اړتیاوو پوره کولو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS