د اطلاع رسونې د مسئولينو لپاره روزنيز پروګرام

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۴ - ۱۱:۱۷
د اطلاع رسونې د مسئولينو

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون نن د حکومت د رسنيو او معلوماتو مرکز په همکارۍ د حکومتي ادارو د اطلاع رسونې له مسئولینو سره د همغږۍ او د هغوی د پوهاوي غونډه جوړه کړه.
په دې غونډه کې د کمیسیون پر غړو سربېره د حکومت د رسنیو او معلوماتو مرکز رئیس، کارکوونکو او د کابو ۵۰ دولتي ادارو د اطلاع رسونې مسئولینو ګډون درلود.
د حکومت د رسنيو او معلوماتو مرکز مشر فېروز بشري پخپل پرانيستونکې وینا کې د دې ادارې د اجرائیوي او ستراټیژیکو فعالیتونو په هکله چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې یې کړي، رڼا واچوله او زیاته يې کړه چې د مرکز په سطحه ۶۰ او د ولایاتو په سطحه ۱۰۰ ویاندویان د همغږۍ په فضا کې په یوه خوله له خلکو سره وخت پر وخت اطلاعات شریکوي او موږ هوډمن یو چې دا لړۍ نوره هم پیاوړې او پراخه کړو.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رئیس عین الدین بهادري وویل چې اطلاعاتو ته لاسرسي په حکومتدارۍ کې د خورا با ارزښته وسیلې حیثیت لري. نوموړي ټینګار وکړ چې اطلاعات باید پرانيستي وي خو له بده مرغه له دې کبله چې په هیواد کې د اطلاعاتو ته لاسرسي کلتور کمزوری دی، تر اوسه هم ډېری اطلاعات پرانيستي نه دي.
د کمیسیون تخنیکي مشاور ولي الله مصباح د قانون ټولې مادې د ژوندیو بېلګو په وړاندې کولو سره ګډونوالو ته په مفصله توګه توضیح او تشریح کړې.
په آخر کې د کمیسیون غړو حمدالله ارباب، فضل الباري بریالي او زهرا موسوي په ګډه د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او اطلاعاتو ته د لاسرسي د فرهنګ د دودولو او لا پیاوړتیا په موخه یې، د دوی لیدلوري او غوښتنې په غور سره واوریدې. د دوی له خوا ټينګار وشو چې هره اداره مکلفه ده د بېلابېلو چينلونو له لارې اطلاعات خپاره کړي او د محرميت فرهنګ ختم کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS