د اطلاعاتو د آنلاین غوښتنې او خپراوي سیستم د رامنځته کولو په موخه لومړی ناسته
نېټه: شنبه د لړم ۱۱ مه، ۱۳۹۸
د اطلاعاتو د انلاین غوښتنې او خپراوي سیستم د رامنځته کولو په موخه نننۍ لومړی ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي په کوربه توب د دغه کمیسیون د غړي او منشي ښاغلي حمدالله ارباب، د روڼتیا څار ادارې د مرستیال ښاغلي ناصر تیموري او د NET LINKS شرکت د استازو ترمنځ ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې ښاغلي حمدالله ارباب وویل؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون موخه د روڼوالي خوندیتوب او د اطلاعاتو غوښتونکو ته د اطلاع رسونې د یو عصري سیستم رامنځته کول دي. هغه د اطلاعاتو د انلاین غوښتنې او خپراوي سیستم د جوړښت او کاري میکانیزم د څرنګوالي اړوند د وضاحت غوښتنه وکړه. په دې غونډې کې د NET LINKS شرکت د تخنیکي څانګې استازو د دغې پروژې د پلي کولو د بهیر او کاري پلان د جوړولو په هکله لازم معلومات ارائه کړل او ددغه سیستم د جوړولو د بهیر ټول اړخونه یې د ناستې ګډونوالو ته د یو پرېزنټېشن په ذریعه وړاندې کړل.
ټاکل شوې نوموړی شرکت د اطلاعاتو د انلاین غوښتنې او خپراوي سیستم پروژه د تړون له مخې د ۶۵ کاري ورځو په موده کې پلې کړي.