د آریانا پوهنتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پوهاوي پروګرام

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۵ - ۱۵:۴۴
aic

نیټه: د لړم ۲۱مه ۱۳۹۸
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون هڅه کوي د قانون پر اساس او اطلاعاتو ته د لاسرسي ارزښت ته پام سره چې د روڼتیا، حساب ورکړې او ښې حکومتولۍ په برخه کې یې لري، په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د پوهاوي پروګرامونو دایرولو له لارې د اطلاعاتو غوښتنې کچه لوړه کړي، در څو په حکومتولۍ کې د خلکو د ګډون زمینه برابره شي.
په دې اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون څخه د پوهاوي پروګرام د اغلې زهرا موسوی د کمیسیون غړې، اغلې طاهره دانشمل د آریانا پوهنتون رئیسې او د یاد پوهنتون د استادانو او زده کړیالانو په ګډون د آریانا پوهنتون په تالار کې دایر شو.
په دې پروګرام کې اغلې زهرا موسوي اطلاعاتو ته لاسرسی د ټولو وګړو حق او فساد سره د مبارزې یوه اغیزمنه وسیله وبلله، نوموړې اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو لپاره د دولت له کړنو څخه د څارنې او حساب ورکونې ته د هغوی د هڅولو په برخه یو ښه فرصت عنوان کړ او زیاته کړه چې: د دې تر څنګ اطلاعاتو ته لاسرسی د زده کړیالانو، استادانو او څیړونکو حق دی بلکې دا د هغوی وګړنیز مسئوولیت هم دی، دوی باید اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د تعمیم او اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور د دودولو په برخه کې، رغنده رول ولوبوي.aic

همدارنګه اغلې پوهنمل طاهره دانشمل په ولسواکو نظامونو کې اطلاعاتو ته لاسرسی د وګړو اساسي حق وباله او زیاته کړه چې: وګړي حق لري د دولت له کړنو څخه پوهاوی ولري او ادارې مکلفې دي د خپلو کړنو په هکله اطلاعات وړاندې کړې، کله چې وګړي اطلاعاتو ته لاسرسی ولري نو کولای شي په ملي او ټولیزه کچه په پریکړه نیولو کې ګډون ولري او له دې لارې د روڼتیا او حساب ورکونې څخه ډاډ تر لاسه کړي، تر څو له دې لارې ولسواکي پیاوړې شي.
په غونډه کې د کمیسیون د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون اړوند پرېزنټېشن وړاندې کړ او اطلاعاتو د لاسرسي د څرنګوالی، د اشخاصو ملاتړ، د اطلاعاتو د ورکړې د مودې، د اطلاعاتو د ورکړې د کړنلارې، د اطلاع رسونې د مسؤولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې د مسؤلینو د دندو، اطلاعاتو ته د لاسرسي د ممنوعیت، شکایتونو او هغو ته د رسېدنې، تخلفاتو او تأدیبي مؤیداتو او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله په مفصل ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې تشریحات ورکړل.
په پای کې د ګډونوالو پوښتنې د قانون د حکمونو پر اساس ځواب شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS