حکومتي وياندويانو سره د همغږۍ په ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د مشرتابه ګډون

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۱۵:۰
aic

دا ناسته چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په نوښت او د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه او ستراتېژيکو اړيکو رياست، د حکومتي اطلاعاتو او رسنيو مرکز په همکارۍ، وګړو ته د اطلاع رسونې په برخه کې د لاهمغږۍ په پار ترسره شوه؛ د ولسمشر سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه او ستراتېژيکو اړيکو رييس ښاغلې وحيد عمر، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مرستيالې آغلې نجيبې مرام، د حکومتي اطلاعاتو او رسنيو مرکز رييس ښاغلي لطيف محمود، د مرکز او ولايتي حکومتي وياندويانو په شتون کې په شتون کې ترسره شوه.

آغلې نجيبې مرام چې په دې ناسته کې خبرې کولې، اطلاعاتو ته لاسرسی د وګړو له بنسټيزو حقونو وګاڼه او وګړو ته د اطلاعاتو ورکول يې د دولت مکلفيت وښوده.

د کمېسيون مرستيالې، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پنځلسمې مادې په رڼا کې له وړاندې د اطلاعاتو خپرول، د بې ځايه او ناکره خبرونو خپرولو مخنيوی کوي، نوموړې له حکومتي وياندويانو وغوښتل چې د کره او مؤثقو اطلاعاتو خپرولو کې خپل مسووليت په ښه او بشپړ ډول ترسره کړي.

آغلې مرام وويل:« په ښې حکومتوالۍ او د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې هه پوه ډول د وګړو ګډون اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له بنسټيزو موخو څخه ده». پر همدې اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون هڅه کوي له دولتي بنسټونو سره په همکارۍ د افغانستان په کچه، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو وضعيت ښوالي ته زمينه برابره کړي. آغلې مرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاين سېستم او له دې سېستم څخه د هېوادوالو ګټه اخيستنې او د ادارو لخوا د اطلاعات ورکولو اسانتیاوو خبر ورکړ. ورپسې ښاغلي نجيب الله حقيار اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاين سېستم او له دې سېستم څخه د ګټې اخيستنې په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل.aic

ورپسې ښاغلي وحيد عمر، د حکومت لخوا د دقيقو، پر وخت او بې طرفه اطلاع رسونې په هکله خبر ورکړ. ښاغلي عمر وويل:«په دې وروستيو کالونو کې د افغانستان حکومت، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د بيان ازادۍ په هکله هر اړخيزې هڅې کړي دي». هغه د وياندويانو او اطلاع رسونې مامورينو کار، د هېواد او هېوادوالو له عزت او مال څخه له ساتنې سره مشابه وبلله. هغه د حکومتي رسنيو او اطلاعاتو مرکز، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون په همکارۍ له مرکز څخه د ولايتونو، له ولايت څخه مرکز ته د اطلاعات دوران په هکله د مکانيزم، هوکړو، همکاريو او همغږي اطلاعاتو ته د لاسرسي د وضعيت د ښوالي په برخه کې له اصلي الزاماتو وګاڼه.

ښاغلي عمر، په خپلو خبرو کې وویل؛ د اطلاع رسونې په برخه کې د حکومت پالیسي دا ده چې د ځينو مواردو پرته چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په هغه برخه کې صراحت لري، نور ټول اطلاعات بايد د وګړو او رسنيو په واک کې ورکړل شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS