حمدالله ارباب اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړي کتنه په کابل د انډونیزیا له سفیر سره
حمدالله ارباب په کابل کې د انډونیزیا هیواد له سفیر عارف الرحمان سره د نوموړي د کار په دفتر کې وکتل، دغه کتنه چې د زمري ۴مه تر سره شوه دواړو لورو د دوو اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا تر څنګ اطلاعاتو ته د لاسرسي اړوند مسایلو باندې خبرې اترې وکړي.
دغه ناسته د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو پخوانی معین عبدالله رقیبی په وساطت جوړه شوې وه.
د یادولو وړ ده چې کابو درې میاشتې مخکې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون دوه غړي او تخنیکی مشاور د انډونیزیا پلازمینې جکارتا ته د فساد ضد یو نړیوال کنفرانس ته د جي اي زي په مالي همکارﺉ سفر درلود.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون ژمن دی ترڅو د سیمې په کچه د مختلفو هیوادونو ترمنځ اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د دوامدارې همغږۍ له لارې د یو بل د تجاربو نه استفاده وکړي.
د کتنې په پای د عارف الرحمان انځور چې د حمدالله ارباب له لوري کښل شوی وو نوموړي ته ډالۍ شو.