جلسه نوبتی کمیسیون دسترسی به اطلاعات

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۱ - ۱۲:۴۰
aic

دغه غونډه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، مرستیالې آغلې نجیبې مرام، منشي او کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب، کمیشنرې آغلې زهرا موسوي، د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري او حقوقي سلاکار محمد حسن پویا په شتون کې تر سره شوه.

یاده غونډه د دارالانشا محترم ریاست او اړوندو امریتونو لخوا د کمېسیون پنځه کلنې ستراتېژۍ پر بنسټ ترتیب شوي ۱۳۹۹مالي کال عملیاتي پلان ، د کمېسیون مشرتابه ته وړاندیز کړ. د ښاغلي عصمت الله حیدري لخوا د پلان تشریح او توضیح څخه وروسته د کمېسیون غړو پلان وڅېړه او اړین بدلونونه یې پکې راوړل او ورپسې یاد پلان د ډیرو رایو په صورت کې تصویب شو؛ له دې څخه وروسته د کمېسیون د دارالانشا ریاست کاري کړنې او فعالیتونه به د همدې پلان پر بنست عملي کېږي.

د یادولو وړ ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي پنځه کلنه ستراتېژی د (GIZ) موسسې په مالي مرسته ترتیب او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون لخوا وروستۍ او تصویب شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS