تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۸ - ۱۰:۳
کمیسیون دسترسی به اطلاعات

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال ښاغلي عبدالحمید اکبر، د نوموړې ادارې د رییسانو او آمرینو په شتون کې ترسره شو.

په دې پروګرام کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، اطلاعاتو ته د لاسرسي له لارې د ملت او دولت ترمنځ د باور رامنځته کولو په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په رول باندې خبرې وکړې.

آغلې موسوي په خپلو خبرو کې وویل: « اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د نړۍ په کچه د غوره قوانینو له ډلې څخه ده، خو د پلي کولو په برخه کې د فساد موجودیت او د محرمیت دود شتوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دی». له همدې امله اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون هڅه کوي چې په ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو څخه د څارنې، د ادارو او اطلاع رسونې مرجع مسوولینو ملاتړ په صورت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو ته زمینه برابره کړي.

نوموړې، د دې ملطب په څرګندولو چې د اطلاعاتو ورکول د ښو ادارو انځور وړاندې کوي او په دولتي ادارو باندې د وګړو باور پیاوړی کوي هغې همدارنګه وویل:« د ادارو د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو کلیدي رول ته په کتو باید د ادارو لخوا د دوی جدي ملاتړ، مناسب امکانات او تجهیزات ورته په پام ونیول شي». ترڅو دا مرجع وکولای شي پر وخت او دقیقو اطلاعاتو له لارې په دې ادارې باندې د وګړو باور پیاوړی کړي.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال ښاغلي عبدالحمید اکبر، چې په دې پروګرام کې خبرې کولې وویل:« اطلاعات قدرت دي، وګړو او هېوادوالو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین دوی ته د پیاوړتیا او توانايي لامل کېږي». پر همدې اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون یو ملي وثیقه ده، د دې قانون څخه د ګټې اخیستنې له لارې کولای شو ډیموکراسي تمثیل کړو.

ښاغلي اکبر وويل: د ډيموکراتیکې ټولنې لپاره اطلاعاتو ته لاسرسی یوه جدې اړتیا ده چې د هغې پر بنست کولای شو یوه پرمختللې او په ځان بسیا ټولنه ولرو.

هغه په خپلو خبرو کې د تخینکي او مسلکي تعلیماتو ادارې د کړنو او فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې او همداشان اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون تامین په هکله د راتلونکو کارونو معلومات ارایه کړل. د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو مرستیال ژمنه وکړه ترڅو اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو او له کمېسیون سره هېوادوالو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین او د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو ملاتړ په برخه کې د هر ډول همکاري وکړي.

په پای کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون، د یو پرېزینټشن له لارې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو، د ادارو مکلفیتونو، د اطلاعات ورکولو، د اطلاعات ورکولو مودې، د اطلاع رسونې مرجع مسوول دندو، د اطلاعات غوښتلو طریقې، د شکایت حق او د کمېسیون له لارې شکایتونو ته د رسېدنې او د ښه نیت څخه د وګړو ملاتړ، اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم په اړه هر اړخیز توضیحات او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS