انډونيزيا ته اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون غړو سفر
د کب پر ۱۹ نېټه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون دوو غړو او ملي همغږۍ کوونکي د انډونیزیا مرکز جکارټا ته رسمي وکړ.
په دې سفر کې چې پنځه ورځې به دوام وکړي له فساد سره مبارزې په هکله مختلف پروګرامونه شامل دي او د GIZ په مالي مرسته برابر شوی چې پر کمیسیون سربیره، د دولتي او غیر دولتي ادارو ۱۴ کسانو ګډون پکې لري.
د اجنډا له مخې د سفر په لومړۍ ورځ د سهار د ۹ بجو څخه د ماسپښین تر ۱۲:۰۰ بجو پورې د کرشما نګروهو لخوا د فساد سره د مبارزې په هکله پرزنټیشن وړاندي شو. په دې پرزنټیشن کې د علمي تحقیق او مسلکي زده کړو په هکله هر اړخیزې خبرې وشوې او د دې تر څنګ په تحقیق کې اطلاعاتو لاسرسی د يو ډېر مهم اصل په توګه ياد شو.
تر غرمې وروسته د KPK (د فساد سره مبارزې کمیسیون) له غړو سره یوه تعارفي کتنه وشوه چې دواړو لورو د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو او شته ستونزو په هکله بیلابیلې بیلګي او مسایل سره شریک کړل.
وروسته په انډونيزيا کې د Tempo په نوم د يو رسنیز ګروپ څخه ليدنه شوه او د نوموړې ادارې د مشر لخوا په انډونیزیا کې د رسنیزو فعالیتونو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د انډونیزیا پر قوانینو رڼا واچوله او د دوی لخوا د تر سره شوو تحقیقي راپورونو بیلګې له ګډونوالو سره شریکې شوې.
په ورکشاپ کي له افغانستان څخه راغلو ګډونوالو نن ماښام د افغانستان له شازدافېر، په انډونیزیا کې د جرمني له سفیر، د GIZ مشر، د KPK له کمیشنر او ځینو نورو مېلمنو سره د يوې ناستي پر مهال وکتل.
په کتنه کې ګډونوالو د فساد سره د مبارزې اړوند هر اړخیزې خبرې وکړي او د GIZ له همکاریو او مدني فعالانو د هڅو یادونه او ستاینه وکړه.
د یادولو وړ ده چې انډونیزیا له فساد سره د مبارزې په برخه کې یو د مخ پر وده هیوادونو څخه دی او په دې توانیدلی چې په چټکه توګه د فساد کچه راټیټه کړي او د خپلو ګاونډیو هیوادونو سره یو ځای د یوې شبکې له لارې هڅه کوي چې د فساد کچه تر ممکن حده پورې را ټیټه شي.