اقتصاد وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۹:۵۸
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پرګرام د کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام او د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي محمدنبي سروش په ګډون د یاد وزارت رییسانو او مشاورینو ترسره شو.

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرامونو ترسره کولو څخه موخه د دولتي ادارو کارکوونکو د پوهاوي کچې لوړل دي. ترڅو وکولای شي د اطلاع رسونې دود پیاوړی او په خپلو ادارو کې شته اطلاعاتو ته د وګړو، مدني ټولنو او رسنیو د لاسرسي زمینه برابره کړي.

په پیل کې د کمېسیون مرستیالې آغلي نجیبې مرام، د اقتصاد وزارت له مشرتابه او کارکوونکو څخه مننه وکړه او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د جوړېدو څرنګوالي په تړاو یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. آغلې مرام د خپلو خبر په جریان کې له وړاندې د اطلاعات خپرول د اطلاع رسونې په برخه کې غوره او بهترینه لار وګڼله او ټینګار یې پرې وکړ او ویې ویل:« ټول دولتي بنسټونه او ادارې مکلفې دې چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ۱۵مې مادې په رڼا کې خپل اطلاعات له وړاندې د وېبپاڼو او نورو شونو لارو له لارې له وګړو او خبریالانو سره شریک کړي، ترڅو هېوادوال او رسنۍ وکولای شي د اطلاعاتو له لارې د دولتي ادارو په چارو کې د روڼتیا لامل شي». د کمېسیون مرسیالې، په څارنیزه برخه کې د کمېسیون مهمې دندې په جدي ډول مطرح کړې. نوموړې د اقتصاد وزارت له مشرتابه او کارکوونکو څخه وغوښتل چې د اطلاع رسونې مرجع مسوول؛ رامنځته، تجهیز او پیاوړی کړي؛ ځکه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پلي کولو کې دوی مهم رول ترسره کوي، نو پر همدې اساس باید له دوی سره ملاتړ او اړینه همغږي وکړي.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

ورپسې ښاغلي محمدنبي سروش، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون د پلي کولو او تامین په برخه کې د کمېسیون کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او د نړیوال پرمختګ په تړاو یې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر اهمیت خبرې اترې وکړې. نوموړي، د اطلاعاتو آزاد دوران، له یو نسل څخه بل نسل ته د اطلاعاتو لېږد یې د بشري پرمختللو او پراخو  ټولنو له مهمو ځانګړنو څخه وبلله. ښاغلي سروش، اطلاعاتو ته د لاسرسي سکالو یواځې عملي نه بلکه له دینې اړخ څخه هم دقیق او ټیګار یې پرې وکړ او یې ویل:«په دينې متونو کې راغلي، هغه چې پوهېږي او هغه  چې نه پوهېږي سره برابر نه دي». پر همدې اساس اطلاعات یوه دیني سکالو ده او ټولنې ته قوت او پیاوړتیا وربښي. پر وخت او دقیقه اطلاع رساني دولتي بنسټونو ته دوه مهمې پایلې لري، یو داچې د هېوادوالو لخوا به ستایل کېږي او یا به هم پرې نیوکه کېږي چې د وګړو قانوني غوښتنو سره سم بنسټیز اصلاحات رامنځته کړي.

په پای کې، په دولتي ادارو کې شته اطلاعاتو ته د هېوادوالو قانوني لاسرسي په برخه کې هر اړخیز او مفصل معلومات وړاندې او همدارنګه د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS