اطلاعاتو ته لاسرسی د حکومت او ملت تر منځ د باور پیاوړي کولو اغېزمنه وسیله ده

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۲ - ۱۰:۴۷
aic

۱۳۹۸کال،۹ د سلواغې، چهارشنبې ورځ

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې ټولې دولتي ادراې مکلفې دي چې په ادراو کې شته اطلاعات، اطلاعات غوښتونکو ته او له وړاندې د خلکو د لاسرسي وړ کړي. اطلاعاتو ته لاسرسی پر حکومت باندې د ملت مستقیمې څارنې ته زمینه برابروي او د وګړو باور په حکومت باندې زیاتوي. اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او اهمېت ته په کتو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د خپلو دندو او قانوني مسوولیتونو په رڼا کې کوښښ کوي چې د دې قانون په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه په دولتي ادارو کې تر سره کړي، تر څو د هغوي مکلفیتونو په اساس د حکومت او ملت تر منځ د باور فضا پیاوړې شي.

د همدې لپاره مو اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په هکله د عامه پوهاوي پروګرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې، آغلې نجیبې مرام، د افغانستان لپاره د سرې میاشتې مرستیال ښاغلي میرویس اکرم، رییسانو، کارکوونکو په شتون کې د افغانستان په سرې میاشتې مرکز کې تر سره کړ.

په دې پروګرام کې آغلې نجیبې، اطلاعاتو ته د لاسري قانون په اړه او د دې قانون په پلي کولو خبرې وکړې. او ویې ویل، په یوه دیموکراتیکه او ولسواکه ټولنه کې د وګړو لاسرسی اطلاعاتو ته مهم اصل دی. په حکومتي چارو کې د وګړولاسرسی اطلاعاتو ته د خلکو ونډې ته زمینه برابره وي.

آغلي مرام وویل:«اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر بنسټ ټولې اداري اړې دي چې خپلې کړنې، پروګرامونه، پروژې او نور اطلاعات له وګړوسره شریک کړي. همداشان په ادارو کې شته اطلاعات امانت دي، نو د قانون سره سم باید دا امانت د وګړو د لاسرسي وړ وي. نو پر دې اساس اړینه ده چې د اطلاع رسونې دود پیاوړی شي.

ورپسې ښاغلي میرویس اکرم په ادارو کې شته اطلاعاتو ته لاسرسی د وګړو له بنسټیزو حقونو وګاڼه او زیاته یې کړه:« هر څومره چې وګړي د ادارو  له کړنو، پریکړو او اجراتو  نه اطلاعات ولري هغومره ډېر د حکومت او ملت ترمنځ باور زیاتېږي او د حکومتي پروګرامونو پلي کولو ته زمینه برابرېږي» نو  له همدې امله اطلاع رسوونه د حکومت او ملت ترمنځ د باور جوړولو لامل کېږي.aic

همداشان ښاغلي ولي الله مصباح او جعفر ایشاني، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون هدفونو، اطلاعاتو ورکولو طریقو، اطلاع رسونکي دندو، اطلاعات غوښتلو طریقي، شکایت حق، شکایتونو ته د رسیده ګۍ لارې چارې او د وګړو ملاتړ په اړه پرېزنټېشن او اړین معلومات ورکړل.

او په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS