اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۸:۵۸
aic

د رسنیزو فعالانو او خبریالانو له پوهې او تجربې څخه د ګټې اخیستنې په موخه، په رسنیزو بنسټونو کې د شته وړتیاوو او فرصتونو څخه په ګټنې چې د دولتي بنسټونو روڼتیا، ځواب ویلو ته د حکومت اړ کول، د قانون حاکمیت او فساد پر وړاندې مبارزې لپاره هر اړخیزو او ګډو همکاریو ته اړتیا ده.

دغه هوکړه لیک اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مرستیال ښاغلي صدیق الله توحیدي او د رسنیو د استازو په شتون کې د حکومتي اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې، د دواړو اړخونو وړتیاوو او امکاناتو څخه په استفادې او د ټولنې د ښه پرمختګ او پراختیا لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې تر منځ لاسلیک شو.

په دې ناسته کې ښاغلي عین الدین بهادري، اطلاعاتو ته لاسرسي د وګړو له بنسټیزو حقونو څخه وباله او هغه یې د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې اغېزناکه لار وښوده. ښاغلي بهادري، لاندې بنسټیز شرطونه د سولي د پروسې د بریا په اړه مهم وبلل.

- اطلاعات په مساویانه ډول د رسنیو او وګړو د لاسرسي وړ وي.

- د سولې په پروسه کې د خبریالانو عادلانه ګډون.

- له دولتي بنسټونو سره د اطلاع رسونې په برخه کې خبریالانو ستونزې چې ځینې ادارې د اطلاعات ورکولو په اړه له رسنیو سره توپیري چلند کوي.

- د سولې د مذاکراتو د پروسې په جریان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینول.

- په ځینو برخو کې د اطلاع رسونې لړۍ اوس هم له ستونزو سره مخ ده خو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د ملاحظې وړ پرمختګونه شته.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS