اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او د افغان ښځو شبکې ترمنځ د همکاریو هوکړې لاسلیک
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور عامولو او پیاوړي کولو په پار د مدني بنسټونو له فرصتونو او امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې، د افغان ښځو شبکې سره د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
دا هوکړه؛ د ۱۳۹۹کال د مرغومي په ۱۴مه، یکشنبه ورځ، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام او د افغان ښځو شبکې مرستیالې آغلې روشن مشعل لخوا لاسلیک شوه.