اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون ته دبدني روزنې ادارې اطلاع رسونی مرجع مسوولينو راپور

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۶:۵۳
aic

ياده غونډه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مرستيالې آغلې نجيبې مرام، منشي ښاغلي حمدالله ارباب، کمېشنرې آغلې زهرا موسوي د بدني روزنې ادارې اطلاع رسونې مسوول ښاغلي همايون اميري په شتون کې ترسره شوه.

په پيل کې ښاغلي همايون اميري له خپلو کړنو او فعاليتونو په اړه راپور ورکړ او د بدني روزنې اداره د اطلاع رسونې په برخه کې د ستونزو له منځه وړلو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د همکاريو غوښتنه يې وکړه. هغه همدارنګه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو برخه کې د ادارو ټولو څانګو همکاري مهمه وبلله.

په پای کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مرستيالې او د کمېسيون غړو له ښاغلي اميري د مننې ترڅنګ د ټولو ادارو د اطلاع رسونې ستونزو د له منځه وړلو ډاډ ورکړ. ټينګار يې وکړ چې د ادارو مشرتابه به د اطلاع رسونې مرجع مسولينو ته ټولې اسانتياوې برابروي او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون به ياده سکالو څيړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS