اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړي د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۸ - ۱۶:۵۲
AIC

ښاغلي حمدالله ارباب اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړي له ښاغلي پوهندوی مجیب الرحمان کریمی د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر سره د مرغومي په ۷مه د نوموړي په کاري دفتر کې، په داسې حال کې چې د دواړو اداړو تخنیکي کارکوونکو هم ګډون درلود، وکتل.

دغه کتنه چې په کڼر ولایت کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت اړوند د بولډر وال د پروژې په تړاو تر سره شوه، په سر کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر د  موضوع په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې: کڼر ولایت ته د جلالتمآب جمهور رئیس د سفر پر مهال د یاد ولایت اوسیدونکو غوښتنه وکړه تر څو د کنړ سیند غارو ته اساسی تحکیمات جوړ شي، چې د دوئ زراعتي ځمکې او کورونه د سیلاب د خطر څخه وساتي، د دغې غوښتنې پر اساس ولسمشر د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ته هدایت وکړ تر څو د غوښتنې سره سم لازم اقدامات تر سره کړي.

د ښاغلي وزیر په وینا د کنړ سیند د تحکیماتو لپاره د کابو ۱۸ کیلو متره بولډر دیوال لپاره بودجه ځانګړې شوه چې د اړوندو سیمو د ولسي شوراګانو بانکي حساب ته انتقال شوه، دغه پروژه د ولسی شوراګانو له لورې، په پروژه کې د دوئ په ۱۰ سلنه مالي ګډون پلې کیږي او د کلیو بیارغونې وزارت په دې پروژو کې د همغږۍ او تخنیکي مشورو وړاندې کولو مکلفیت لري او کله چې پروژه بشپړه شي نو د یاد وزارت له لوري تر څارنې وروسته ولس ته تسلیمیږي.

ښاغلي حمدالله ارباب هغه اندیښنې چې د یادې پروژې په اړه په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو راپیدا شوې وې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت مشرتابه سره شریکې کړې او ټینګار یې وکړ چې د دا ډول اندیښنو د رامنځته کیدو څخه د مخنیوي لپاره، باید د پروژو اړوند اسناد او اطلاعات پر وخت له ولس سره شریک شي تر څو ولس دقیقو اطلاعاتو ته لاسرسی پیدا کړي او د پروژو د کیفیت د څرنګوالي څخه د اسنادو پر اساس څارنه وکړي ځکه په مجموع کې د اطلاعاتو شریکول په حقیقت کې د دولت او ولس تر منځ واټن له منځه وړي، روڼتیا رامنځته کوي او د خلکو اعتبار پر دولت او په ځانګړي توګه حکومت زیاتوي.aic

د يادولو وړ ده چې یاده پروژه تر اوسه کابو ۳۵ سلنه پلې شوې ده او د ښاغلي وزیر په وینا ډیر ژر به یو تخنیکي ټیم د یادې پروژې څخه له نږدې څارنه وکړي ترڅو د کنړ سید اړوند د بولډر وال جوړیدو په اړه چې کومې اندیښنې موجودې دي، هغه به جدي توګه تر څیړنې وروسته حل شي او خلکو ته به د یادې پروژې اړوند لازم اطلاعات وړاندې شي تر څو په یاده پروژه کې له روڼتیا څخه ډاډ ترلاسه کړي.

له تخنیکي اړخه بولډروال له سترو ډبرو څخه چې رُخ ولري جوړیږي او هغه ډبرې چې کوچنۍ وي او رُخ ونه لري په دې پروژه کې د کارولو وړ نه دي.

نوموړي وزارت تر دې دمه د بولډر وال د پروژې په هکله لاندې تفصیل کمیسیون ته رالیږلی دی چې کټ مټ یې تاسې سره شریکوو او پاتې اسناد او جزئیات به تاسې سره تر لاسته راوړو وروسته ژر تر ژره شریک کړی شي.

-----------------------------------------------------

د کونړ ولایت دسیند پروژې اړوند لنډ مالومات

کونړ د هیواد یو له غرنیو ولایتونو څخه دی چې شا او خوا 24600 هکټاره کرنیزه ځمکه لري. اواره ځمکه یې د درو په منځ کې پرته ده، د سیند میلان یې ډیر دی له همدې امله د اوبو د ډیریدو په موسم کې شا او خوا کرنیزو ځمکو او کورونو ته زیان ور اړوي.

په هیواد او په ځانګړي ډول کونړ کې، د بهیدونکو اوبو مدیریت او ترې سالمه ګټه اخیستنه هغه لومړیتوب دی چې حکومت یې په اړه ځان ژمن ګڼي. نو ځکه د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د کونړ د سیند په دواړو اړخونو کې د ۵۰ کیلو مترو په اوږدوالي د بولډر ډوله استنادي دیوال د جوړیدو ملا تړلې. څو پدې توګه نه یواځې د دغه سیند د خونړي کیدو له امله د سیند په شا او خوا کې پرتو کرنیزو ځمکو او کورونو ته د زیان د ور رسیدو مخه نوره ونیول شي، بلکې لدغو اوبو څخه د چاپیریال د خوندي کیدو او د ځايي اوسیدونکو د اقتصاد د پیاوړي کیدو په لار کې ګټور کار واخیستل شي.

د کونړ پر سیند د بولډر ډوله استنادي دیوال د جوړیدو د پروژې په بشپړیدو سره به نه یواځې ویجاړه شوې 5200 هکټاره کرنیزه ځمکه چې 27 میلیارد افغانۍ اقتصادي ارزښت لري او د سیند د لمنې د پراخیدو له امله شاړه شوې بیرته په آبي لومړۍ درجه ځمکه واوړي، بلکې دغه پروژه به په سیمه کې د 10,000 او 15,000 تر منځ د اوږدمهاله کاري بوختیاوو د چمتو کولو تر څنګ د مالداري د کار او بار د غوړیدا، د مصنوعي ځنګلونو او سټروس ډوله بڼونو د جوړیدو لپاره هم لار پرانیزي.

تر دې دمه د کونړ سیند د مهارولو د  پروژې د ۱۸ کیلو مترو د تطبیق تړونونه له ځايي اړوندو پرمختیايي شوراګانو سره لاسلیک شوي چې پر ۱۲ کیلو مترو یې عملي کار روان دی او ۳۵ سلنه کاري پرمختګ لري. که د تطبیق پدغه پړاو کې د پروژې اړونده کومه تخنیکي ستونزه رامنځته کیږي هغه په موقع بیرته اصلاح کیدای شي.

د یادونې وړ ده چې د پاتې ۶ کیلو مترو عملي کار به هم له ټاکلي مهال ویش سره سم پیل شي.

د پروژو د قرارداد څرنګوالی:

د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د پروژو د تطبیق په لار کې خپل کاري طرزالعمل لري چې همدغه طرزالعمل ته په پام د کونړ پر سیند د بولډر ډوله استنادي دغه دیوال د تطبیق چارې چې مغلقه او تخنیکي پروژه نده په ۲۸ برخو کې د سیمې جغرافیې ته په پام ځايي پرمختیايي شوراګانو ته سپارل شویدي.

د پروژو د تطبیق په اړه له کلیوالي پرمختیايي شورا ګانو سره د کیدونکي تړون موخې:

- د سیمې اوسیدونکو ته د کاري بوختیاوو د فرصتونو چمتو کیدل.

- د سیمې د اوسیدونکو په زړونو کې د پروژو د مالکیت د حس ژوندي کیدل .

- د پروژو په لګښت کې سپما.

- د پروژو د کاري بهیر پر مهال د امنیتي خوندیتوب د ډاډ رامنځته کیدل او د امنیت د ټینګښت په برخه کې د سیمې د اوسیدونکو د همکاریو هڅیدل.

- په ټاکلي وخت او ګټور ډول د بودیجې لګیدل.

- د وخت د ضایع کیدو مخنیوی

- د کلیو متوازنه وده.

- د ولس او حکومت تر منځ د واټن لنډیدل.

د جوړښت له اړخه له کلیوالي پرمختیايي شورا سره د تړون کیدونکو پروژو ډول (خصوصیت)

- هغه پروژې چې د انجینیري له اړخه پیچلې نه وي او اړونده پرمختیايي شورا یې د تطبیق وس ولري د تطبیق چارې یې کلیوالي پرمختیايي شوراګانو ته سپارل کیږي.

- هغه پروژې چې تړون کوونکی شرکت یې د امنیتي ستونزو له امله په اړونده سیمه کې تطبیق نشي کړلی، د دا ډول پروژو د تطبیق د چارو تړون له ځايي پرمختیايي شورا سره پداسې حال کې لاسلیک کیږي چې د پروژې په پروپوزل کې یو ساحوي انجینیر په پام کې ونیول شي.

- که چیرې یوه تطبیقیدونکې پروژه د پوښښ د سیمې له اړخه د څو کلیو له منځه تیره شي ( سړک، د اوبو لګولو کانال او نور ) د دغې پروژې تړون  له کلیوالو ټولو هغو پرمختیايي شوراګانو سره کیږي له کومو چې پروژه تیریږي.  او یا هم دغه تړون یواځې له یوې پرمختیایی شورا سره لاسلیک کیږی او نورې شوراګانې د تړون د تطبیق په برخه کې ورسره همکاري کوي.

- له پرمختیايي شورا سره تطبیقیدونکې پروژه هغه وخت لاسلیک کیدای شي کله چې د پروژې بودیجه د مالیې وزارت له لوري منظور شي.

له انکشافي شورا سره د دوه اړخیزه تړون پړاوونه

- په د افغانستان بانک او یا هم نوي کابل بانک کې د پرمختیايي شورا د بانکي حساب پرانیستل کیدل.

- تخنیکي ځانګړنو ته په پام د دوه اړخیزه تړون جوړیدل.

- د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د مشرتابه او د پرمختیايي شورا د واک لرونکي استازي تر منځ د تړون لاسلیک کیدل. 

- د وزارت د مقام د دفتر په ریاست او د پروګرام په اړوند دفتر کې د لاسلیک شوي تړون ثبتیدل.

- د پروژې د قسط د ورکړې په موخه مالي او حسابي ریاست ته د سندونو لیږد

- د پروژې د کار د پیل اجازه لیک ( مکتوب )

- د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ولایتي ریاست له لوري د پرمختیايي شورا د غړیو تاییدي.

اړوندې کلیوالي پرمختیايي شورا ته پیژندپاڼه ( د شهرت فورم ) جوړیږي چې د دوی مکمل شهرت، د لاسلیک نمونې او د دوی عکسونه پکې موجود وي. د همدغه فورم له مخې له شورا سره د پروژې د تطبیق تړون لاسلیک کیږي چې د تړون د وروستیو پړاوونو له بشپړیدو وروسته په د افغانستان بانک او یا هم نوي کابل بانک کې د اړوندې کلیوالې پرمختیايي شورا بانکي حساب پرانیستل کیږي.

د بانکي حساب له برانیستل کیدو وروسته د پروژې د تطبیق ۹۰ سلنه نقدي وجه همدغه بانکي حساب ته ور استول کیږي او کلیوالي پرمختیايي شورا په سیمه کې د پروژې کار پیلوي.

د پروژو د نقدي وجې اقساط د پروژې فزیکي پرمختګ ته په پام اجرا کیږي. په لومړي سر کې ۳۰ سلنه قسط په پیشکي ډول دوی ته ورکول کیږي او پاتې ۶۰ سلنه نقدي وجه د پروژې فزیکي پرمختګ ته په پام په سیمه کې د ګومارل شوي انجینیر، د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا د ولایتي رییس له تایید او د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د مالي او اداري چارو د معیین له کتنې وروسته په دریوو بیلابیلو قسطونو کې چې هر قسط شل سلنه کیږي شورا ته سپال کیږي.

د یادونې وړ ده چې دغه پیسې د شورا د څلورو کلیدي غړیو پرته چې د دوی مکمل شهرت، د لاسلیک نمونې او عکسونه په اړوند بانک کې موجود دي بل څوک نشي اخیستلای.

پاتې دې نه وي چې کلیوالي پرمختیايي شوراګانې د پروژو د تطبیق په برخه کې لس سلنه ونډه لري چې پدې توګه دوی خپل فزیکي وس د پروژې د تطبیق په لار کې د پروژې په واک کې ورکوي.

څرنګه چې ځايي کلیوالي پرمختیايي شوراګانې د دغې پروژې د تطبیق تخنیکي وسایل نلري له همدې امله دغو شوراګانو د دغې پروژې د تطبیق په لار کې له ځايي ټیکه دارانو چې تخنیکي وسایل لري مرسته اخیستې.

د بولډر تخنیکي ځانګړنې:

- هره ډبره چې غټه وي او په دیوال کې د لګیدو رُخ ولري کارول کیدای شي. په هغو سیمو کې چې د کان ډبره موجوده وي دغه ډبره او که د کان ډبره موجوده نه وي بیا نو د خوړ له غټو هغو ډبرو چې په دیوال کې د لګیدو رُخ ولري کار اخیستل کیږي. 

- د بولډر ډوله دیوال په ښکتنۍ برخه کې دې د غټو او قاعده لرونکیو تیږو د کارولو کوښښ وشي.

- د بولډر د دیوال د منځ تشه باید په منظم ډول پر کوچنیو تیږو بیرته ډکه شي.

- په بولډر ډوله دیوال کې له ریګي، طبقه يي او چونه يي تیږو له کارولو باید ډډه وشي.

- د بولډر ډوله دیوال د جوړولو پر مهال باید د دیوال لوړوالي، پلنوالي او اړخیز میلان ته ځانګړی پام باید وشي.

- له کان څخه د تیږي د را ایستلو پر مهال کوښښ وشي څو تیږه له منظمې قاعدې او هندسي جوړښتونو ته په پام له کان څخه و ایستل شي.

- د بولډر ډوله دیوال د جوړلو پر مهال باید د هرې طبقې تش ځایونه ډک او وروسته د بلې طبقې کار پیل شي.

د یادونې وړ ده چې ځايي اوسیدونکي او د شورا غړي پر دغې پروژې د نظارت بشپړ حق لري او دا هغه څه دي چې کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت یې له خلکو غواړي څو د خپل موثر نظارت له لارې په سمه د پروژې د تطبیق په برخه کې لدغه وزارت سره پوره مرسته وکړي.

درنښت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS