اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د شکایتونو د څېړنې د کارپوه د بست د ازموینې اخیستل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۵ - ۵:۱۲
Aic testing

نېټه: چهارشنبه د زمري ۹ مه، ۱۳۹۸ کال
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د شکایتونو د څېړنې د کارپوه لپاره د ازموینې سیالي چې مخکې اعلان شوې وه نن سهار د کمیسیون د غړو او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون د استازي په شتون کې د نوي کارکوونکي د ګومارنې په موخه ترسره شوه چې په کې ۱۸ تنو نوماندانو ګډون وکړ. د روڼوالي په خاطر د ازموینې له پیل یوازې یو ساعت مخکې لومړی پوښتنې جوړې او بیا پر نوماندانو ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې د بست لپاره وروستۍ مرکه د ازموینې د پاڼو له ارزونې وروسته ترسره کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS