اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځ نماځلو په هکله د ولسي جرګې رییس ښاغلي میر رحمان رحمانې خبرې
ښاغلی مېر رحماني چې د ولسي جرګې په تالار کې خبرې کولې وویل: اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې اطلاعاتو ته لاسرسی د هېوادوالو له بنسټیزو حقونو څخه دی، حکومت مکلف دی چې اطلاعات د وګړو په واک کې ورکړي. ځکه چې اطلاعاتو ته لاسرسی د قانون حاکمیت، ښې حکومتوالۍ، روڼتیا او ځواب ویلو سره مرسته کوي.