اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ښه پلي کېدو لپاره د ولايتونو له واليانو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون سره ليدنه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۸:۵۸
aic

دا ليدنه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب، د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د پاليسۍ او مسلکۍ مرستیال ښاغلی سرور جواد او د يوولسو ولايتونو واليانو په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون په نوښت او د سيمه ييزو ارګانونو ادارې په همکارۍ ويډيو کنفرانس تر سره شو.

په دې ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، اطلاعاتو ته دلاسرسی د دیموکراتیکو نظامونو بنسټيزه پايه وبلله او هغه يې د قانون حاکميت او د ښې حکومتوالۍ وسيله وګڼله. ښاغلي بهادري اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو او د وګړو لاسرسی اطلاعاتو ته د سيمه ييزو ادارو په همکارۍ د ټينګار سربېره وويل:«اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې د سيمه ييزې ارګانونو مشرتابه، د کرونا په اړه د ځانګړې بودجې لګښت په روښانه ډول حساب ورکړي او همدارنګه په اداري غونډو کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ښه پلي کېدو په اړه د سيمه ييزو ارګانونو له کارکوونکو او مسوولينو سره خبرې وکړي او هغوی ته اړين هدايت ورکړي».

د کمېسيون رييس زياته کړه: د دولتي بنسټونو ځواب ورکولو ته اړ کولو، روڼتيا رامنځته کولو، په مرکز او ولايتونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامينولو په اړه کوښښونه دوام لري تر څو له دې لارې په دولت باندې د وګړو باور پياوړی کړي، د پرمختګ او پراختيا لپاره د دولت ملت تر منځ اړيکې په بنسټيزه توګه تامینوي. له همدې امله اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون په پام کې لري چې د سيمه ييزو ارګانونو په همکارۍ د ولايتونو په کچه، مدني بنسټونو، رسنيو او aicهمدارنګه خبريالانو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.

ښاغلي سرور جوادي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د کړنو د ستاینې تر څنګ د دموکراسي نظامونو تحقق، په کارونو او کړنو کې روڼتيا اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامينولو پورې تړلی وباله او ویې ویل: هغه وخت کولای شو چې ځواب ورکوونکي او قانونمند حکومت ولرو چې هېوادوال په ازاد ډول هغو اطلاعاتو ته چې په ادارو کې موجود وي لاسرسی ولري. په همدې بنسټ د سيمه ييزو ارګانونو او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون په همکارۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون حق تامينولو په برخه کې عملي ګامونه واخلي او سيمه ييز مقامات په دې برخه کې خپله پام را وګرځوي.

ورپسې ښاغلي حمدالله ارباب، اطلاعاتو ته لاسرسی د وګړو له بنسټيزو حقونو څخه وباله او د دغه حق تامينول يې د روڼتيا او فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې د حکومتوالۍ يو اصل وګاڼه ښاغلي ارباب د دې سکالو د ټينګار سربېره رسنۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په اړه د خبريالانو چلند په اړه وويل: ټولې ستونزې د دولت او ملت تر منځ د اطلاعاتو نه ارائه کول دي چې سيمه ييزې ادارې بايد په دې برخه کې ډېری حساسې وي او د دې ستونزو له منځه وړلو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې اقدامات وکړي.

د کمېسيون تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پرېزينټيشن له لارې واليانو ته اړين توضیحات ورکړل.

په پای کې محترمو واليانو، په خپلو خبرو کې د رسنيو لخوا د خبريالۍ اصولو په پام کې نيولو باندې د ټينګار سربېره ژمنه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS