اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د همغږۍ ناسته

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۵:۸
aic

دا ناسته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په دفتر کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون کمېشنر ښاغلي حشمت الله هاشمي په شتون کې د دولتي بنسټونو ځواب ويل، د روڼتيا لپاره د زمينې برابرولو او په دې برخه کې د ګډو همکاريو په پار ترسره شوه.

په پيل کې آغلې موسوي، د دواړو کمېسيونو موخو او کړنو ته د رسېدنې لپاره د دا ډول غونډو جوړولو هرکلي تر څنګ اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پياوړتيا او پراختيا په هکله هر اړخيزې خبرې وکړې او د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د‌کمېسيون پر ژمنو چې روڼتيا، ګډون او ځواب ويل يې بنسټيز عناصر دي ټينګار وکړ ويې ويل:«روڼتيا او ځواب ويل د خلاصې حکومتوالۍ نښې دي چې د ملت او دولت ترمنځ د باور او اعتماد د کچې زياتېدو لامل کېږي، په ټولنه کې د واټنونو او بې باورۍ سبب ګرځي او د محرميت دود ته چې د فساد بنسټيز لامل دی د پای ټکی کیږدي. په ځينو دولتي بنسټونو کې محرميت او پټول د دولت او وګړو ترمنځ د بې باورۍ او واټن لامل شوي دي. يواځې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق له لارې کولای شو يو ډيموکراتيک او د وګړو ارادې پر بنسټ دولت جوړ کړو.

ورپسې ښاغلي حشمت الله هاشمي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د لاسته راوړنو په اړه خوښي وښوده او ښې حکومتوالۍ ته د رسېدو لپاره يې د دواړو کمېسيونو ماموريت يو ډول وباله او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوې کمېسيون د کونړ په هکله، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې د کره اطلاع رسونې ډاډ ورکړ.

په پای کې آغلې موسوي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له مختلفو کاري څانګو څخه ليدنه وکړه او د‌ يادې ادارې له کارکوونکو څخه يې وغوښتل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامينولو په برخه کې د يو دولتي کارکوونکي او همدارنګه د فعال هېوادوال په توګه خپل رسالت، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS