د ۵۲ دولتي ادارو د ویب پاڼو د څارنې تحلیلي راپور

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۱۲:۴
aic

کابل: چهارشنبه د زمري ۱۶ مه، ۱۳۹۸ هجري لمریز

د حکومتي ادارو د ویب پاڼو د څارنې د پایلو راپور اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د کمشنرانو لخوا نن د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې غونډې په ترڅ کې خپریږي. د ۵۲ دولتي ادارو د ویب پاڼو دا څارنیزه سروې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۱۵ مې مادې د ۱۷ بندونو د تطبیق د کچې د ارزونې پر بنسټ د اړوندو ادارو د استازو لخوا د لاسلیک شوي پوښتنلیک د ځوابونو او د هغوی په شتون کې د ویب پاڼو د عیني مشاهدې په ډول سرته رسېدلې.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رئیس ښاغلی عین الدین بهادري د دې راپور د خپرولو په هکله وایي: "اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو حق دی او هیڅ اداره حق نه لري د خلکو غوښتنې ته نه ځواب ووایي. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون په دې باوري دی هغه ادارې چې اطلاعات خلکو ته په لاس نه ورکوي او د محرمیت (اطلاعاتو د پټ ساتلو) کلتور دودوي حتما په فساد ککړې دي. د ویب پاڼو له لارې د اطلاعاتو خپرول د روڼوالي څرګند تأیید دی او دې مهمې چارې ته پام نه کول د ادارو روڼوالی تر جدي پوښتنې لاندې راولي".
د ښې حکومتولۍ یو بنسټیز لامل خلکو ته ځواب ویل دي. د دولتي ادارو لخوا د خپلو دندو، مسؤلیتونو، لرلید، ماموریت، لاسته راوړنو او ننګونو د راپور ورکولو په موخه پروخت ځواب ویل د مختلفو لارو چارو په کارولو سره صورت نیسي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۱۵ مې مادې له مخې ادارې مکلفې دي اطلاعات مخکې له مخکې د خپلو رسمي ویب پاڼو له لارې خپاره کړي چې عام وګړي په آسانه ورته لاسرسی ولري.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر بنسټ او د خپلو دندو او مسؤلیتونو په چوکاټ کې د یو څېړنیز پروګرام په ترڅ کې د روڼوالي او دولتي ادارو د ښې ځواب ورکونې د پیاوړتیا په موخه د ۵۲ دولتي ادارو ویب پاڼې د اطلاعاتو د څومره والي او څرنګوالي له پلوه ارزولي دي او د ارزونې موندنې د یو لړ معیاري میتودونو په کار اچولو تحلیل او تجزیه شوي. د دې څېړنې موندنو دولتي ادارې د هغو د کړنو شاخصونو ته په پام سره په دریو ډلو وېشلي دي:
1.
ښې یا پورته ادارې:
هغه ادارې دي چې په دې څېړنه کې د نومرو د مجموعې سلنه یې ۷۰-۹۰٪ ده.
2.
منځنۍ ادارې:
هغه ادارې دي چې په دې څېړنه کې د نومرو د مجموعې سلنه یې ۵۰-۷۰٪ ده.

3. کمزورې ادارې:
هغه ادارې چې د نومرو د مجموعې سلنه یې ۰-۵۰٪ ده.
د څېړنې موندنې ښیي چې د ۵۲ ادارو له جملې ۴۶ ادارو اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۱۵ مې مادې ټول بندونه له ۵۰ سلنې ډېر رعایت کړي دي چې تر یو برېده ښه پرمختګ ګڼل کېدای شي. د څېړنې د موندنو پر بنسټ په ادارو کې د کمزورتیا ټکي دا ؤ چې ځینو ادارو د اطلاع رسونې د مرجع دایمي او معلوم مسؤلین نه لرل چې دې موضوع د اطلاع رسونې په برخه کې د هغوی پر کاري وړتیاؤ مستقیم اغېز لرلی. همدارنګه ځینې نور لاملونه لکه په ادارو کې د محرمیت د کلتور حاکمیت، په ویب پاڼو کې د اطلاعاتو خپرولو ته نه پام، پر وخت د ویب پاڼو نه آپډیت کول، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون حکمونو ته نه پاملرنه، او د اطلاعاتو د خوندي ساتنې، تنظیم او خپراوي په موخه په ادارو کې د اطلاعاتي بانک نه شتون کېدای شي په دې برخه کې د ادارو د ضعف د ټکو په توګه یاد کړو.
ولي الله مصباح
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون تخنیکي مشاور
ټیلیفون: ۰۷۸۶۲۰۷۹۸۰ - ۰۷۹۹۸۴۳۰۷۷
برېښنالیک: w.misbah@aic.afwali_misbah@yahoocom