د هرات ولایت له والي سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مشرتابه هیئت لیدنه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۴ - ۸:۲۸
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبه مرام او غړي آغلې زهرا موسوي د هرات ولایت والي ښاغلي سید عبدالوحید زاهد قتالي سره اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په برخه کې د ګډو همکاریو په هکله خبرې اترې وکړې.

په پیل کې آغلې نجیبې مرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون لنډې پېژندنې ترڅنګ؛ هرات ولایت ته د سفر په هکله چې د هرات سیمه ییزو ادارو کې شته اطلاعاتو ته د لاسرسي او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو په برخه کې همغږي او همکاري وښوده او ویې ویل:«اطلاعاتو ته لاسرسی یوازې د خبریالانو حق نه بلکه د افغانستان د وګړو له اساسي حقونو څخه دی او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینول د دیموکراتیک نظام او ښې حکومتوالۍ له اړتیاوو څخه ده». په همدې بنسټ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون باور لري چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو له لارې ښې حکومتوالۍ ته رسېدل شوني دي.

aic

ورپسې آغلي مرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم له جوړولو څخه خبر ورکړل او زیاته یې کړه: د دې سېستم رامنځته کول، اطلاعاتو ته د هېوادوالو لاسرسي اسانه کوي، په هر ځای او هر وخت کې کولای شي له اړوندو ادارو په انلاین ډول د خپل اړتیا پر اساس اطلاعات وغواړي.

آغلې زهرا موسوي، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو او په سیمه ییزو ادارو کې د اطلاع رسونې مرجع رامنځته کولو باندې د ټینګار تر څنګ، وویل:«اطلاعاتو ته لاسرسی د هېوادوالو له اساسي حقونو څخه دی، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې یې تامینول د ادارو مکلفیت دی». په دې اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پنځلسمې مادې پر بنسټ د اطلاعاتو له وړاندې خپرول، د اطلاع رسونې دود پیاوړي کولو او بنسټیز کولو په برخه کې مهم ګام دی. د پورته مادې په رڼا کې، اداري مکلفې دي چې د خپلو ربعوارو او کلنیو کړنو په هکله وګړو ته راپور ورکړي.

آغلې موسوي زیاته کړه: اطلاعاتو ته د هېوادوالو لاسرسي په برخه کې بل مهم ګام په ادارو کې د شته اطلاعاتو او سندونو ډیجیټل کول او الکترونیکي مدیریت دی، چې کولای شي اطلاعاتو ته لاسرسی په وخت او چټک ډول تر سره شي. هغې همدارنګه وویل؛ په دې برخه کې د کمېسیون د عملي کړنو څخه یو هم اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم جوړول دي. وګړي د یاد سېستم له لارې کولای شي په انلاین ډول اطلاعات وغواړي او هم کمېسیون ته خپل شکایت ثبت کړي. همداشان کمېسیون د دې سېستم له لارې کولای په هر اړخیز ډول د اطلاعات غوښتلو او د اطلاعات ورکولو له لړۍ څخه څارنه او شکایتونو ته رسېدنه وکړي.

په پای کې ښاغلي سید عبدالوحید زاهد قتالي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مشرتابه هیئت ته د ښه راغلاست ترڅنګ، اطلاعاتو ته د لاسرسي اهمیت په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ وګړو ته د اطلاع رسونې او ځواب ورکونکو له ډلې څخه دی او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په برخه کې یې هڅې کړي دي. تر څو اطلاعاتو ته د لاسرسي مکانیزم په ولایتونو کې پیاوړی کړي. هغه زیاته کړه؛ مخکې د هرات په سیمه ییزو ادارو کې د محرمیت دود موجود و. خو اوس مو کوښښ کړی چې د هغه په ځای د اطلاع رسونې دود پیاوړی کړو. ښاغلي قتالي ژمنه وکړه چې د اطلاع رسونې دود پیاوړي کول او بنسټیز کول یې د کاري لومړیتوبونو څخه دي او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په برخه کې یې، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له قانون او موخو څخه ملاتړ وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS