د قرارداد ورکول پرېکړې اطلاعیه

ناپیژنده (not verified)
aic

د تدارکاتو د قانون ۴۳مادې (۲) فقرې پر بنسټ ټولو عمومو ته خبر ورکول کېږي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په پام کې لري، د ۱۳۹۹کال لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون پورې اړوند ۷۲ قلمه قرطاسیه باب قرارداد، د ستاره مطمین لوژستیکي او خدماتي شرکت، ۴۶۸۷۷ګڼې جواز لرونکي، سره په 920.201 نهه سوه یوویشت زره افغانیو په قېمت قرارداد ورکوي. پته یې: خوشحال خان پنځمه ناحیه – کابل - افغانستان.

په دې برخه کې حقیقي او حکمي وګړي که کومه نیوکه لري، کولای شي خپله نیوکه د دغې اطلاعې له خپرېدو څخه تر اووه ورځو پورې په لیکني ډول سره له دلیلونو یې د کمېسیون دارالانشا ریاست د تدارکارتو عمومي مدیرت د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې پر بنسټ ارایه کړي.

د پورته معیاد او نورو قانوني مراحلو بشپړېدو پورې دا اطلاعیه د قرارداد ورکولو په مانا نه ده.

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۶:۱۳
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم د پرمختګ او پراختیا په پار د آند (نظر) غوښتلو اطلاعیه

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د یوې ځانګړې فورمې پر بنسټ یو پوښتنلیک ترتیب کړی چې   د هغې پر بنسټ تاسو کولای شئ اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم سمونې (اصلاح) او پرمختګ لپاره نظر ورکړئ. . . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۳:۱۳
Background image

د چاپي او تبلیغاتي موادو قرارداد ورکولو د پرېکړې اطلاعیه

د تدارکاتو قانون درېڅلویشتمې مادې (۲) فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کېږي؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په پام کې لري، د ۱۴۰۰مالي لپاره د کمېسیون اړتیا پر بنسټ، د لس قلمه چاپي او . . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۱۳:۲
Background image

د قرارداد ورکولو د پرېکړې اطلاعیه

د تدارکاتو قانون درېڅلویشتمې مادې (۲) فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کېږي؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په پام کې لري، د ۱۴۰۰مالي لپاره د کمېسیون اړتیا پر بنسټ، د ۱۵۵۶۴ لېټره ډیزلو، . . .

Back to announcements