د قرارداد ورکول پرېکړې اطلاعیه

Anonymous (not verified)
aic

د تدارکاتو د قانون ۴۳مادې (۲) فقرې پر بنسټ ټولو عمومو ته خبر ورکول کېږي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په پام کې لري، د ۱۳۹۹کال لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون پورې اړوند ۷۲ قلمه قرطاسیه باب قرارداد، د ستاره مطمین لوژستیکي او خدماتي شرکت، ۴۶۸۷۷ګڼې جواز لرونکي، سره په 920.201 نهه سوه یوویشت زره افغانیو په قېمت قرارداد ورکوي. پته یې: خوشحال خان پنځمه ناحیه – کابل - افغانستان.

په دې برخه کې حقیقي او حکمي وګړي که کومه نیوکه لري، کولای شي خپله نیوکه د دغې اطلاعې له خپرېدو څخه تر اووه ورځو پورې په لیکني ډول سره له دلیلونو یې د کمېسیون دارالانشا ریاست د تدارکارتو عمومي مدیرت د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې پر بنسټ ارایه کړي.

د پورته معیاد او نورو قانوني مراحلو بشپړېدو پورې دا اطلاعیه د قرارداد ورکولو په مانا نه ده.