جینوا کنفرانس کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون نظر

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۲:۴۵
aic

افغانستان یو له هغه هېوادونو څخه دی چې د جنګ سربېره، له کورني تاوتريخوالي، نړیوال تروریزم، فساد، د افراطي ډلو نفوذ او لوږې څخه ځورېږي.

په افغانستان کې وروستی خراب امنیتي حالت؛ یووالی، اتحاد، سولې لپاره د انسانانو ژمنه او په نړۍ کې ګډ امنیت توجیه کوي. له نیکمرغه چې نړیوالې ټولنې په سختو حالاتو کې تل په مختلفو برخو کې د افغانستان کلک ملاتړ کړی دی. په ځګړي ډول د دیموکراتیکو ارزښتنو ، د قانون حاکمیت او بشري حقونو پلي کولو کې. ‌«په جینوا کې د افغانستان ۲۰۲۰کنفرانس، د سولې پر لور تګ او پر نفس اعتماد» همدارنګه دا د ټولو لپاره د ذینفعې فرصت دی چې د افغانانو غږ واوري او له هغوی څخه سولې او نیکمرغۍ ته د رسېدو لپاره ملاتړ وکړي ترڅو د هغوی پر نفس باور زیاد شي.

aic

د یادولو وړ ده چې د نړیوال تروریزم ترڅنګ، اداري فساد مهم لامل دی چې د افغانستان وضعیت یې په بشپړ ډول کړکیچن کړی دی. اطلاعاتو ته لاسرسی او په فعال ډول له وړاندې د اطلاعات خپرول کولای شي د فساد پر وړاندې مبارزې او د مفسدو لوړپوړ پر وړاندې ښه وسیله وګڼل شي. ځکه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینول د روڼتیا، ځواب ویلو، فساد پر وړاندې مبارزې او د دولت په پریکړو کې عمومي ګډون څخه د ډاډ ورکولو په مانا ده.

د افغانستان اسلامي جمهوري اساسي قانون د ۲۰۰۴کال د جنوري په ۲۶مه نېټه تصویب شوی، (اطلاعاتو ته د لاسرسي حق) یې د افغانستان ټولو اتباعو ته تضمین کړی چې ۵۰ ماده ۳ پاراګراف کې داسې صراحت لري(د افغانسـتان اتبـاع حـق لـري د قـانون د حكمونو په حدودو كې لـه دولتـى ادارو څخـه اطلاعـات ترلاسـه كـړي). د اساسي قانون د دې مادې پر بنسټ، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په ۲۰۱۴ کال کې تصویب او بیا په ۲۰۱۹ کال کې تعدیل شو چې د نړیوالې ډلبندۍ (https://www.rti-rating.org ) پر اساس د نړۍ په کچه د ۱۲۰ قانونو له ډلې یې لومړی مقام خپل کړ.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون یو تازه تاسیس شوی بنسټ دی چې لا زیاتو پرمختګونو ته اړیتا لري، خو دې کمې کاري مودې سره، سره یې د کتنې وړ لاسته راوړنې لري. د دې لپاره چې په افغانستان اطلاعاتو ته لاسرسی په واقعیت تبدیل شي، باید اوږده لاره ووهي. نوي تاسیس شوي بنسټو معمولاً له لاندې ستونزو سره مخ وي: د مناسبې کاري فضا کموالي یا نشتوالي، د کافي بودجې او په کارپوه کارکوونکو نشتوالي، د تجهیزاتو کموالي او نورې ټولې ستونزې. سربېره پر دې، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې نورې ستونزې هم شته دي چې په لاندې ډول دي: د افغانستان په اداري بنسټونو کې د بیروکراسي اوږده موده او د محرمیت دود حاکمیت، په ټولنه او عامه بنسټونو کې د قانون په هکله د پوهاوي کچې کمښت، د مدیریتي سېستمونو نشتوالی، د سندونو ساتل او آرشیف، په ولایتونو کې د کمېسیون فعال نه حضور او په ولایتونو کې د اطلاع رسونې مرجع مسوول (PIO) نه ګمارل.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، اوسنیو ستونزو پر وړاندې بریا لپاره، پنځه کلن عملي ستراتېژيک پلان، تدوین کړی دی چې په دې پلان کې يې ټول ذینفع او نږدې شریکان پېژندلي او دوی ته یې ځانګړي پروګرامونه په پام کې نیولي دي. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په ستراتېژۍ کې مهمې پایلې پیش بیني کړي دي چې عبارت دي له: د (کمېسیون) سازماني پرمختیا، د پوهاوي سطحې لوړول، د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو، بنسټونو او شریکانو ملاتړ.

له ښه مرغه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ښې لاسته راوړنې لکه: تایید شوي رسمي تشکیل، د دې تشکیل پر بنسټ د ۸۰٪ کارکوونکو ګمارنه، د اداري تشکیل له ۵۱ څخه ۱۶۲ ته زیاتوالی، د پنځه کلن ستراتېژیک پلان برابرول او تصویب، د کمېسیون د چارو پرمخ وړلو لپاره د کړنلارو او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پورې اړوند چارې برابرول، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په هکله په زرګونو هېوادوالو ته د پوهاوي ورکول، شکایتونو ته رسېدنه، د دولتي بنسټونو له ویبپاڼو څخه څارنه او د خپلواکې بودجې لرل.

د افغانستان لپاره د جینوا ۲۰۲۰ کنفرانس،د افغانستان دولت ژمنتیا، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پورې اړوندو ځينو شاخصونو زیاتوالي، همدارنګه په دولتي بنسټونو کې د ځواب ویلو او په کړنو کې د روڼتیا څخه ډاډ، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون موخو، خپلو شاخصونو، لېږد، په ښه ډول د بودجې لګښت او فساد پر وړاندې مبارزې لپاره له شک پرته ښه فرصت دی. پر همدې بنسټ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون لاندې شاخصونه د افغانستان دولت ژمنتیا لپاره وړاندیز کوي چې په راتلونکو څلورو کلنو کې تضمین شي:

1. ټول دولتي بنسټونه (وزارتونه او خپلواکې ادارې) باید د افلاین او انلاین سندونو ډیټابیس جوړ کړي، ترڅو په ادارو کې اطلاعاتو ته لاسرسی اسانه او چټک شي. له بل پلو دا اطلاعات وګړو ته په اسانۍ د لاسرسي وړ شي او د اطلاعاتو له ډیجیټل کولو ډاډه شي.

2. ټول دولتي بنسټونه (وزارتونه او خپلواکې ادارې) باید د اطلاعاتو د ډلبندۍ کړنلاره، د قانون په رڼا او کمېسیون سره په نږدې مشورې او همغږۍ برابر او تدوین کړي.

3. ټول دولتي بنسټونه (وزارتونه او خپلواکې ادارې) باید په تشکیل کې د اطلاع رسونې مرجع مسوول داخل کړي؛ په مرکزي او ولایتي دفترونو کې د اطلاع رسونې مرجع مسوولین وګماري.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه، د افغانستان دولت او وګړو سره د نړیوالې ټولنې همکاري او ملاتړ ستایي. د کمېسیون مشرتابه هیله مند دي چې د جینیوا کنفرانس سکرتریت، د افغانستان دولت د ستراتېژیو ژمنو کې د روڼتیا او ځواب ویلو د ډاډ لپاره د کمېسیون وړاندیز شوي شاخصونه په پام کې ونیسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS