اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم د پرانېستغونډې په مناسبت اطلاعاتو ته دلاسرسي کمېسيون ريیس ښاغلي عين الدين بهادري وینا

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۲ - ۱۰:۴۴
aic

سلام او سهار پخیر ګرانو او ښاغلو میلمنو:

اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم پرانېستغونډې ته ښه راغلاست. خوښ یم چې نن د ښې حکومتوالۍ یوه الګو چې د اساسي قانون ۵۰ مادې او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د لا تحقق په پار په دې پرانېستغونډه کې پرانېستل کېږي، په دې توګه د دولتي بنسټونو ځواب ورکولو په برخه کې یو مهم او ارزښتمند ګام اخیستل شوی.هېڅ هېواد پرته له اطلاعاتو ته د لاسرسي د فساد پر وړاندې مبارزې، ځواب ویلو او روڼتیا په برخه کې نه دی بریالی شوی ځکه نو« اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم پرانېستنه د هیله بښنې تر څنګ د ښې حکومتوالۍ، د وګړو او خبریالانو د غوښتنو او پوښتنو پر وړاندې ځواب ویل دي».اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم د ښې حومتوالۍ او وګړو ته د ځواب ورکوونکو دولتونو د اساساتو پر بنسټ طراحي شوی او نن پرانیستل کېږي. یاد سېستم د روڼتیا څار د همغږۍ DFID او د نټ لینکس شرکت په مالي مرسته جوړ شوی چې په یوه ثانیه کې د ۴۰۰ څخه زیاتو غوښتنو پروسس کولای شۍ.

د سېستم بنسټیزې موخې:

- د اطلاعات مصونیت او پایداري

- د وخت نیوونکي کاغذي سېستم پرځای له تکنالوژي څخه استفاده

- د دولتي ادارو په حساب ورکړه او ځواب ویلو کې زیاتوالی

- ښې حکومتوالۍ ته د رسېدو په پار اطلاعاتو ته د لاسرسي پلي کولو رول

اطلاعاتو ته د لاسرسي موخه په تړلو نظامونو کې د روڼتیا راوستل او د محرمیت دود له منځه وړل دي. د اطلاعاتو خپرول، په ازاده توګه د هېوادوالو لاسرسی ټولو اطلاعاتو ته په شمول د قراردادونو، مالي سندونو، اداري سندونو... د دولت او نظام د سلامتۍ مهم عناصر بلل کېږي. ځواب ورکوونکي دولتونه د وګړو سیاسي ګډون ته اطلاعاتو ته د لاسرسي له لارې ډېرښت ورکوي او هېڅ پدیده د اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولوپه کچه د ښې حکومتوالۍ او روڼتیا په وړاندې نشي ډاډمنولی؛ وګړو ته ډاډ یواځې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولی شي.

نو د نن ورځې غونډې دلیل ټولو دولتي بنسټونو له ولسمشرۍ ماڼۍ نیولې تر وزارتونو، ولایتونو، ولسوالیو او ان د کلیو شورا ګانو په کچه واضح پیام لري.

۱- د وګړو غوښتنو پر وړاندې له ځواب ویلو پرته چاره نه لرو – دا لار باید طی شي ولي یې اوس پیل نه کړو

۲- د وزارتونو او ادارو د ارتباطي ستونزو او بهانو پای

۳- ځواب ورکړئ یا مو دنده پرېږدئ

۴- د محرمیت شتون پرته له فساد نه هېڅ دلیل نه لري – په نړۍ کې د فاسدو دولتونو په لړ لیک کې د افغانستان راتلل یواځېنی لامل اطلاعاتو ته نه لاسرسی او محرمیت دی.

۵- اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او د دولتي ادارو تر منځ د ډاډمن میکانیزم جوړول.

۶- اطلاعاتو ته لاسرسی، اطلاعات باید اصلا له وړاندې خپاره شي، یواځې په شعار، قانون جوړولو او د کمېسیون په جوړولو بسنه نه کوي بنسټونه باید په عمل کې په دې اړه خپله ژمنه او باور ثابت کړي.

په ۱۳۹۸کال کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د ۱۳۹۷کال په اخرو کې جوړ شو او په خراب وضعیت کې پرېښودل شوخو له نېکمرغه د کمېسیون د غړو او همکارانو په کوښښونو نن په یو ښه وضعیت کې قرار لرو.

په ۱۳۹۸کال کې له ادارو د قراردادونو او مالي څانګو څخه ۵۰ شکایتونه وشول. له ۲۴ ادارو څخه په ۱۳۹۸کال کې د ۶۷۴ په کچه اطلاعات غوښتل شوي چې له دې ډلې یواځې دوه موارد رد شوي او نور پاتې ټولو ته ځواب ورکړل شوی.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون وړاندیزونه:

۱- د اطلاع رسونې مرجع مسوولین له نن څخه وروسته د یاد سېستم له لارې ځواب ویوونکي دي.

۲- یواځېنی شرط په کابینه او دولتي بنسټونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د ژمنو او باروي کسانو شتون دی.

۳- اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون خپل پیامونه د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام او دویمې مرستیالۍ ته رسولي دي، هیله مند یو چې نه ګډون یې د نه ژمنتیا په مانا نه وي.

۴- اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له دې وروسته خپله څارنه د همدې سېستم له لارې تر سره کوي. له ادارو غواړو چې له همدا اوس څخه د ظرفیت جوړونې ته تیاری ونیسي.

۵- له نړیوالو بنسټونو غواړو چې اطلاعاتو ته لاسرسی د خپلو مرستو برخه وبولي او په دې برخه کې جدي څارنه ولري

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS